د پروان والي له یوه ځانمرګي بریده بچ شوی دی

بصیر سالنګی
Image caption د پروان ولایت امنیتي چارواکي وایي د والي بصیر سالنګي د سپرلۍ پر ګاډي له غرمې مخکې داسې مهال برید وشو چې نوموړي په سیمه کې د یوه نوي جوړ شوي سړک د پرانستو مراسمو ته د تګ تابیا نیوله.

د پروان والي له یوه ځانمرګي بریده بچ شوی دی. چارواکي وایي برید کوونکي د ولایت په دروازه کې د بصیر سالنګي د سپرلۍ د ګاډي مخې ته ځان والوزاوه خو دغه مهال والي په ګاډي کې نه و او یوازې موټرچلوونکی یې ووژل شو.

په برید کې یوه لاروۍ ۱۲ کلنه نجلۍ هم وژل شوې .

د پروان ولایت امنیتي چارواکي وایي د والي بصیر سالنګي د سپرلۍ پر ګاډي له غرمې مخکې داسې مهال برید وشو چې نوموړي په سیمه کې د یوه نوي جوړ شوي سړک د پرانستو مراسمو ته د تګ تابیا نیوله او د همدې لپاره یې د خپلې سپرلۍ ګاډی د ولایت د ودانۍ مخې ته ورغوښتی و.

چارواکي زیاتوي برید کوونکي چې د ولایت د ودانۍ د دروازې مخې ورغلی و ، د والي د سپرلۍ د ګاډي څنګ ته ورغې او ځان یې والوزاوه خو دغه مهال لا والي له خپل دفتر نه و راوتلی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم بي بي سي ته وویل ډیر ګمان دا دی چې د برید کوونکي هدف د پروان والي بصیر سالنګی و، خو نوموړی له بریده بچ شوی دی.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه طالبانو له څه مودې راهیسې پر لوړ پوړو حکومتي چارواکو د بریدونو هڅې توندې کړی دي خو دغې تازه هڅې یې د هغه په وینا د یوه موټر چلوونکي او یوې کمکۍ نجلۍ ژوند اخیستی .

Image caption خو څه باندې درې اونۍ وړاندې د افغانستان په شمال کې د پولیسو د سیمه ییز زون قوماندان جنرال داود داود او د تخار امنیه قوماندان شاه جهان نوري په یوه ځای په یوه بمي برید کې ووژل شول چې طالبانو د هغوی وژنه د بدر په نوم د خپلو عملیاتو تر ټولو لوی ګوزار وباله.

د پروان والي بصیر سالنګي د پخوانۍ شمالي ټلوالې او نظار شورا په اډانه کې د اوږدې مودې لپاره د طالبانو خلاف جګړه کې فعاله ونډه درلوده .

د دوشنبې په ورځ د بدخشان والي شاه ولي والله عدیل هم د زیباک او فیض اباد تر مینځه له یوه وسله وال بریده ژوندی ووت.

خو څه باندې درې اونۍ وړاندې د افغانستان په شمال کې د پولیسو د سیمه ییز زون قوماندان جنرال داود داود او د تخار امنیه قوماندان شاه جهان نوري په یوه ځای په یوه بمي برید کې ووژل شول چې طالبانو د هغوی وژنه د بدر په نوم د خپلو عملیاتو تر ټولو لوی ګوزار وباله.

ورته مطالب