تاجک چارواکو د بي بي سي خبریال نیولی

د انځور حقوق BBC Ubek
Image caption د بي بي سي خبریال اورین عثمانوف چې د تاجکستان امنیتي کسانو له تیرو لسو ورځو راهیسې نیولی دی

په لندن کې د بي بي سي ژورنالیستانو یوه شپه په ویښه تیره کړه او د خپل هغه همکار د خوشي کیدو غوښتنه یې کوله چې په تاجکستان کې امنیتي ځواکونو نیولی دی.

دا لسمه ورځ ده چې اورین بای عثمانوف چې شاخوا شپته کاله عمر لري د سخت دریځې په تور په تاجکستان کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د نیژدي یوې اونۍ لپاره اجازه نه وه چې له هغه سره قانوني مرسته وشي. د عثمانوف خپل خپلوان وايي په توقیف کې له هغه سره ناوړه چلند شوی.

نوموړی په یوه داسې توقیف ځای کې ساتل شوی چې سخت امنیت یې نیول شوی خو پرون د ښاغلي عثمانوف کورنۍ وتوانیده چې په لومړي له هغه سره وګوري. د ښاغلي عثمانوف میرمنې بي بي سي ته ویلې هغه په دریدلو کې ستونزه لرله او په اسانې سره یې نه شوای کولای چې خپل ورور ته د ستړې مه شي لپاره لاس وراوږد کړي.

د تاجکستان چارواکي وايي عثمانوف د اسلام پالې ډلې حزب التحریز غړی دی. پر نوموړې ډلې د مینځني اسیا په ګڼو هیوادونو کې بندیز لګول شوی خو دا ډله په تاجکستان او په ځانګړې توګه ددغه هیواد په شمالي برخو کې ملاتړي لري.

اورین بای عثمانوف له تیرو لسو کلونو راهیسې د بي بي سي له نړیوال سرویس سره کار کوي او ډیر ځله یې د حزب التحریر د غړو د محاکمو په هکله راپورونه ورکړي دي.

بي بي سي په یوې اعلامیې کې د ښاغلي عثمانوف نیونه په کلکه غندلې ده. د عثمانوف وکیلې فیضانوسي وحیدوا وايي داسي ښکاري چې پر هغه لګول شوي تورونه دده له مسلکي چارو سره تړاو لري:

ژباړه: پر هغه اوسني لګول شوي تورونه د هغه له مسلکي کار سره تړاو لري. هغه ته ویل شوي چې کله یې د حزب التحریر د غړو د محاکمې په هکله راپورونه ورکول ددې ډلې لپاره یې پروپاګند کړی. له بي بي سي نه یې د یوه ادرس په توګه د سخت دریځو چارو لپاره ګټه اخیستي.

خو بي بي سي پر اورین بای عثمانوف لګول شوي تورونه بي بنسټه بللي او په عاجله توګه یې د هغه د خوشي کولو غوشتنه کړې.

په تاجکستان کې د امریکا، بریتانیا او اورپايي اتحادیې د نورو غړو هیوادونو سفارتونو ورته غوښتنه کړې او وايي چې د بي بي سي د خبریال نیونه په دغه هیواد کې د بیان آزادي له جدي خطر سره مخامخ کوي.

ورته مطالب