ولسي جرګې په غياب کې لوی څارنوال سلب صلاحيت کړ

Image caption څارنوالي وايي ولسي جرګه د څارنوال د استيضاح کولو صلاحيت نه لري.

د افغانستان ولسي جرګې د هېواد لوی څارنوال محمد اسحق الکو د هغه په غیاب کې د رايو په اکثريت سلب صلاحیت کړ.

ولسي جرګې په خپلې تېرې غونډې کې ښاغلی الکو استیضاح کړی و، خو هغه نن جرګې ته د پوښتو د ځوابولو لپاره نه وو ورغلی.

د جرګې غړو دا دوی ته د لوی څارنوال له لوري لويه بې اعتنايي وبلله او له همدې امله يې په غياب کې سلب صلاحيت کړ.

خو د افغانستان لويې څارنوالۍ وړاندې ويلي وو چې ولسي جرګه د دوی د استيضاح کولو صلاحيت نه لري.

د جرګې د ننۍ ناستې د حاضرو ۱۳۵ وکیلانو له ډلې ۱۳۳ يې د لوی څارنوال د سلب صلاحیت په پلوۍ او يوازې دوو کسانو یې مخالف کارتونه اوچت کړل.

دغه غونډه فوق العاده رابلل شوې وه او رايه اچونه يې هم علني وه.

څو مياشتې وړاندې هم ولسي جرګې ته د لوی څارنوال د نه حاضريدو له امله د دغو دوو ارګانونو ترمنځ ناندرۍ را ولاړې شوې وې.

د ولسي جرګې يو شمېر غړو دغه راز د افغانستان د سترې محکمې د مشر او د دغې محکمې د دوو نورو غړو د استيضاح غوښتنه هم کړې ده.

خو د قانون له مخې بايد د دې لپاره د ولسي جرګې دوه ثلثه دا پېشنهاد تاييد کړي چې په نننۍ ناسته کې دوه ثلثه نه وو پوره.

ورته مطالب