برتانيا د پوځيانو د وتو په تړاو د اوباما هرکلی وکړ

ويليم هېګ د انځور حقوق AFP
Image caption برتانیا به په روان کال کې خپل ۴۰۰ سرتیري له افغانستانه وباسي.

د برتانیا حکومت له افغانستان نه د امریکایي پوځیانو د ایستلو په تړاو د ولسمشر اوباما د پریکړې هرکلی کړی دی. د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیام هیګ چې کابل ته يې سفر کړی له بی بی سی سره په خبرو کې ویلي دا پریکړه د برتانیا له لید لوري سره په بشپړه توګه سمون لري.

نوموړي دا هم په ډاګه کړې چې برتانیا به په روان کال کې خپل ۴۰۰ سرتیري له افغانستانه وباسي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیام هیګ له ولسمشر حامد کرزي سره له لیدو وړاندې سویلي ولایت هلمند ته چې ګڼ برتانوي پوځیان په کې میشت دي تللی و.

له ولسمشر کرزي سره د نوموړي خبرې تر ډیره په افغانستان کې د سولې د روان بهیر او افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو په ورسپارل کیدو ورټولې وې.

ویلیام هیګ له بی بی سي سره په یوې ځانګړې مرکه کې له افغانستان نه د امریکایي پوځیانو د ایستلو په تړاو د ولسمشر اوباما د پریکړې هرکلی وکړ:

((موږ د ولسمشر اوباما د پریکړې هرکلی کوو. دا کار زموږ له لیدلوري سره سمون لري. اوس هغه وخت رارسیدلی چې د امریکا اضافي پوځیان چې افغانستان ته راغلي بیرته ستانه شي. زه فکر کوم چې دا په دې هیواد کې د پرمختګونو نښه ده. ))

خو نوموړي زیاته کړه چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل په سیمه کې په امنیتي وضعیت پورې تړلي دي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل، له 2014 کاله وروسته به برتانیا په افغانستان کې جګړه ییز ماموریت ختم کړي. خو له افغان حکومت سره به خپلې همکارۍ ته له یادې نیټې وروسته هم دوام ورکړي:

(دا روښانه ده چې تر 2015 کاله به په افغانستان کې د برتانیا جګړه ییز ماموریت پای ته رسیږي او د پوځیانو شمیر یې هم کمیږي.

سره له دې چې ویلي مو دي څلور سوه پوځیان به مو له افغانستانه وباسو خو بیا به هم زموږ نهه نیم زره پوځیان درلته میشت وي.))

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير د خپل حکومت له اړخه ژمنه وکړه چې هېواد يې له افغانستان سره اوږدمهاله مرستو ته ژمن دی.

د امریکا له متحدو ایالتونو وروسته برتانیا دوهم هیواد دی چې په افغانستان کې ډیر پوځیان لري.

د دې ترڅنګ برتانیا د هغو هیوادونو په کتار کې راځي چې د افغانستان د بیارغونې چارو سره یې په ملیاردونو ډالره مرسته کړې ده.

ورته مطالب