ولسي جرګې ته نوي ورتلونکي وکيلان

ستره محکمه
Image caption د ځانګړې محكمې د پرېكړې پر بنسټ او د ټاكنيزو حوزو له مخې د هېواد په ۲۷ ولايتونو کې بدلونونه راغلي دي:

د افغانستان د سترې محکمې په وړانديز او د افغان ولسمشر حامد کرزي په لارښوونه د پارلماني ټاکنو د شکايتونو د ارزولو لپاره د جوړې شوې ځانګړې محکمې پرېکړه ښيي چې شاوخوا ۶۰ کسانو په ټاکنو کې د درغليو له لارې ولسي جرګې ته لاره موندلې ده.

د ځانګړې محكمې د پرېكړې پر بنسټ او د ټاكنيزو حوزو له مخې د هېواد په ۲۷ ولايتونو کې بدلونونه راغلي دي:

له هرات څخه اووه تنه نثاراحمد فيضي غورياني، رحيمه جامي، ناصر عطايي، احمد وحيد طاهري، معروف فضلي، حاجي زرين زرين

له بدخشان څخه درې تنه عبدالروف، واقف حكيمي او منيره بهارتي

له تخارڅخه يوتن قاري محمد هاشم

له كندز څخه درې تنه نورالدين ايبك، فضل كريم او رئيسه حسېن خيل

له سمنګان څخه درې تنه احمد سمنګانى، رئيس خيرالله او محبوبه

له لغمان څخه دوه تنه عبدالهادي واحدي او ګلمرۍ

له بلخ څخه يو تن محمد يوسف غضنفر

له جوزجان څخه يو تن محمد نور

پکتيکا ولايت

له پكتيكا څخه دوه تنه محمود خان سلېمانخېل او داكترخديجه

له پكتيا څخه انجينر دلاور طوطاخېل

له خوست څخه دوه تنه حيات وزيرى او وليفه هيلمن

له فارياب څخه درې تنه ګل محمد پهلوان، نجيب الله سليمي او سطلنت كوهي

له فراه څخه دوه تنه عبدالولي حميدي ا و منصور بختور

له سرپل څخه يو تن محمد پاينده

له غور څخه دوه تنه مولوي دين محمد او فضل احمدخان

له بادغيس څخه څلور تنه محمد عمر، حبيب الله، عبد الطيف او ازيتا رفعت

له نورستان څخه يو تن نور الله

له زابل څخه درې تنه حميدالله توخي، حاجي اسمعيل او تورپېكۍ

د كوچيانو له حوزې څخه يوتن عبدالقادر كوچى

له ميدان وردګو څخه يوتن وحيدالله كليمزى وردګ

له ننګرهار څخه دوه تنه ملك نظير او وجيه الرحمان شينوارى

له هلمند څخه يو تن معلم ميرولي

له كندهار څخه څلور تنه محمدايوب، محمود نور، نياز محمد اميرلالى او عبدالكريم اڅكزى

غزني ولايت

له غزني څخه څلورتنه محمد داود سلطانزوى، عبدالحكيم دليلي، عبدالجبار شلګرى او نيازمحمد اميري

له بغلان دوه تنه څخه عاشق الله او محمد نسيم

له لوګرڅخه انجينراسدالله فلاح

او له كابل څخه پنځه تنه جميل كرزى، احسان صاحبزاده، بيدارځاځى، عبدالقادر ځاځى او روبينا جلالي هغه معترض كانديدان ول ، چې د برياليو وكيلانو پرځاى یې د ولسي جرګې څوكۍ خپلې كړې.

په باميانو او پنجشير ولايتونو کې چا د ټاکنو پر پايلو اعتراض نه وو کړی او په کاپيسا، ارزګان ، نيمروز، د ایکندي، کنړ او پروان ولايتونو کې هېڅ ډول بدلونونه، نه دي راغلي.

ورته مطالب