د پوځيانو د وتلو په اړه د برتانیا بهرنیو چارو له وزیر سره مرکه

ښاغلی هېګ او داود قاریزاده

زموږ همکار داود قاريزاده د برتانیا د بهرنیو چارو له وزیر سره مرکه کړې او په پیل کې یې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د هغه د غبرګون په اړه پوښتلي دي .

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر راکمولو د اعلان د هرکلي ترڅنګ دا په افغانستان کې د پرمختګ یوه نښه وبلله .

ښاغلي هېګ کابل ته د خپل سفر پرمهال وویل د پوځيانو راکمول له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په معنا نه دي .

په داسې حال کې چې له وسله والو طالبانو سره د افغانستان د دولت د پخلاینې خبرې تودې شوې، ښاغلی هېګ وايي دغه هڅې د یوه افغاني بهیر له مخې پرمخ بېول شي او افغانان پخپل هېواد کې پخپله سوله راولي .

زموږ همکار داود قاريزاده د برتانیا د بهرنیو چارو له وزیر سره مرکه کړې او په پیل کې یې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د هغه د غبرګون په اړه پوښتلي دي .

ځواب: موږ د ولسمشر اوباما ددغه اعلان ملاتړ کوو. دا زموږ له لیدلوري سره یوشان دی. اوس هغه وخت رارسېدلی، چې افغانستان ته اضافي رالېږل شوي پوځيان بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. زه فکر کوم دا په دغه هېواد کې د پرمختګ نښه ده. هېڅ شک نه شته، چې په دغه هېواد کې پرمختګ شوی، او په دې کې هم شک نه شته، چې افغان ځواکونه هم روزل شوي او هم د عملیاتو او په هېواد کې په خپلواکه توګه د امنیت د خوندي کولو جوګه شوي. د سرتېرو ایستل هم ددغو پرمختګونو پربنسټ شوی، د پوځي فشار ساتل او په دې وروستیو کې پوځي لاسته راوړنې افغانانو ته دا اجازه ورکوي چې له خپلې خوښې سره سمې چارې مخته بوزي .

پوښتنه: ښه، دا ستاسې ارزونه ده، خو ګڼ افغانان پر خپلو امنيتي ځواکونو باور نه لري، دوی په پولیسو کې له فساده شکایت لري او همدارنګه وايي چې پوځ یې لاهم په بشپړه توګه د امنیت د ټينګولو جوګه نه دی؟

ځواب: دا ښکاره ده چې ډېر څه ښه شوي دي. خو دا د پولیسو او افغان اردو لپاره پیل دی . او ډېر پرمختګونه شوي، چې د هلمند مرکز لښکرګاه په څېر ځایونو کې- چې زه خپله ورغلی یم - هلته پولیس او پوځ یوځای کار کوي. د تېرکال له اګست میاشتې راهیسې دغه ځواکونه په یوازې سر د ایساف ځواکونو له ملګرتیا پرته په لښکرګاه کې له هرې امنیتي پېښې سره مقابله کوي. شک نه شته چې ددغو ځواکونو وړتیا لوړه شوې او د فساد د ورکولو او پوځي مهارتونو د لوړولو لپاره باید خپلې هلې ځلې جاري وساتي. زما په اند دا ټولې لاسته راوړنې د فوق العاده ښې ازموینې پایله ده .

پوښتنه: افغانان له دې کبله هم اندېښمن دي، که چېرې له افغانستان نه د امریکایانو په ګډون بهرني ځواکونه ووځي، د طالبانو روحیه به قوي شي او کېدای شي چې طالبان د بهرنیو ځواکونو تشه ډکه کړي؟

ځواب: دا کار تر ډېره په دغه هېواد کې پر تحولاتو پورې تړلی دی. او دا امنيتي ځواکونو ته د چارو د سپارلو له بهیر سره تړاو لري. په پام کې ده چې افغان ځواکونو ته په راتلونکې جولای میاشت کې د امنيتي چارو سپارنه پیل شي . د پوځيانو د شمېر کمول به په هېڅ ډول د سږني اوړي پر جګړو اغېز ونه کړي او یو شمېر پوځيان به راتلونکی کال له افغانستان نه ووځي. دا په دې معنا نه ده چې د امریکا متحده ایالتونه له افغانستان نه وځي. باید په پام کې ولرو چې په دې جګړه کې ۴۸ هېوادونه ښکېل دي او زما په اند مهمه دا ده چې دا موضوع په همدې چوکاټ کې ونیسو. د افغانستان خلک باید پوی شي چې له دغه هېواد سره زموږ دوستي اوږدمهاله ده. موږ د هغې ورځې په تمه یو چې پخپله افغان ځواکونه ټولو امنیتي چارو ته اوږه ورکړي . په پام کې ده چې ددغو ځواکونو شمېر تر درې سوه زرو ورسېږي، خو زموږ د پراختیايي چارو متخصصینو، اقتصادي همکاریو او د افغان ځواکونو روزنه به له دوی سره مل وي. له دې کبله، د افغانستان دوستان به په راتلونکو کلونو کې هم له دغه هېواد سره ملګري وي .

پوښتنه: د بهرنیو ځوکونو تدريجي وتل د افغانستان د سیاسي حل له موندلو سره هممهاله دي، ایا فکر کوﺉ چې بهرني ځواکونه به له دې هڅې سره همکاري وکړي؟

ځواب: زما په نظر، د ځواکونو د شمېر راکمول، د امنيتي وضعیت ښه کېدل او د امنيتي ځواکونو د مسؤولیتونو په برخه کې پرمختګ دا ټول د افغانانو په مشرۍ د سولې له هڅو سره تړلې خبرې دي. دا ټولې هڅې له یوې بلې سره تړاو لري، چې په دې برخه کې باید ډېر کار وشي. له طالبانو سره هر راز نیول شوي اړيکي په لومړي پړاو کې دي. په افغانستان کې د سولې او سیاسي پخلاینې بنسټ د امنيتي وضعیت پر ښه کېدو او امنیتي مسؤولیتونو پورې تړلی دی .

پوښتنه: په کلي ډول، د سولې په اړه ستاسې ارزونه څه ده؟ ایا دا بهیر په سمه توګه پرمخ ځي؟

ځواب: صادقانه ځواب دا دی چې په دې اړه څه ویل له وخت وړاندې خبره ده . د سولې هڅې باید افغاني بهير وي او افغانان باید د افغانستان خلکو ته سوله راولي. هېڅ هېواد باید ددوی په چارو کې ګوتې ونه وهي. د سولې د عالي شورا جوړېده ډېر ښه کار و . د افغانستان او پاکستان ددولتونو ترمنځ د اړيکو ښه کېدل ښه کار دی چې د سولې له بهیر سره د ملاتړ لپاره دا ډېر ښه کار دی او موږ په دې اړه د پاکستان له دولت سره هم غږېدلي یو . دوی مثبت دريځ لري. خو د سولې د راتلو لپاره باید ډېر کسان کار وکړي چې دا کار ددوی پر عزم پورې تړلی دی . دې موخې ته تر رسېدو پورې باید پوځي فشارونو ته دوام ورکړل شي او د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره، لکه څنګه چې په هلمند کې دا کار شوی، دوام ورکړل شي.

پوښتنه: تاسې په دې اړه د پاکستان د رول په اړه وغږېدﺉ، له شک پرته د افغاسنتان ګاونډيان په تېره بیا ايران او پاکستان د سولې په هر راز هڅو کې رغنده رول لري، خو دغه دواړه هېوادونه په افغانستان کې د اورپکو په همکارۍ تورن دي؟

ځواب: دوی په ډېرو څیزونو تورن دي، د برتانیا په څېر د هېواد پیغام دوی ته دا دی چې په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ وکړي. دا پخپله ددوی په هېواد کې هم د سولې په ګټه دي، او دا کار مستقیماً ددوی د ګټو لپاره دي. او په عین حال کې د نړیوالو او د افغانستان د خلکو په ګټه دی .

پوښتنه: نو ایا دغه دواړه هېوادونه دوه طرفه لوبه کوي؟

ځواب: زه نه غواړم څوک تورن کړم، خو هغه څه چې غواړم دا دي چې دغه هېوادونه په ګډه کار وکړي. زما په نظر پاکستان ته د ولسمشر کرزي وروستی سفر بریالی و، او له اوږدې مودې راهیسې یې په لړ کې ددواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ښه والی راغی. اوس د تورنولو وخت نه دی بلکې د ټولې سیمې لپاره د سولې په تړاو د همکارۍ د روحیې رامنځ ته کولو وخت دی .

پوښتنه: نو تاسې وایاست چې ګني ایران تورن نه کړﺉ؟

ځواب: ښه، زه ددې کار لپاره دلته نه یم راغلی . خو وړاندې موږ په دې اړه کره شواهد درلودل، او دې موضوع ته مو ډېر پام کړی دی . موږ له ایران سره د اتومي پروګرام پر سر ستونزې لرو، خو لکه څنګه مې چې وویل په دې پړاو کې باید پر دې ټينګار وشي چې په افغانستان کې د سولې د پروګرام ملاتړي شي .

پوښتنه: که چېرې افغانستان کې د سولې هڅې له ناکامیو سره مخامخ شي، راتلونکی ګام به څه وي؟

ځواب: په دغه هېواد کې لوی پوځ جوړ شو، او د افغانستان پوځ به د نړۍ له لویو پوځونو څخه وي. د امنيتي ځواکونو او ملي اردو دواړو شمېر به تر درې سوه زرو زیات شي، او فکر کوم دا به تېروتنه وي چې یو څوک د اوږدمهال لپاره جګړه وکړي، او په دې سوچ وي چې دا یو اسانه کار دی . دغه پوځ په دې وروستیو کې د ګڼو عملیاتو مشري پرغاړه اخیستې ده . په زیاتېدو به یې وړتیاوې هم لوړې شي چې تر ۲۰۱۴ پورې به یې په لړ کې امنيتي چارې وروسپارل شي .

پوښتنه: خو ځینې افغانان وايي که چېرې د سولې هڅې ناکامې شي، د قدرت غیر متمرکز کېدلو یا ان د افغانستان د تجزیې له بحران سره به همکاري وکړي، ایا تاسې فکر کوﺉ چې دا به د حل لارې په توګه په پام کې ونیول شي؟

ښاغلی هېګ

هېګ: ''د سولې هڅې باید افغاني بهير وي او افغانان باید د افغانستان خلکو ته سوله راولي. هېڅ هېواد باید ددوی په چارو کې ګوتې ونه وهي. د سولې د عالي شورا جوړېده ډېر ښه کار و .''

ځواب: په دې اړه باید پخپله افغانان پرېکړه وکړي نه دا چې موږ ورته ووایو. فکر نه کوم چې افغانان به د خپل هېواد تجزیه کول وغواړي، دوی غواړي چې خپل هېواد یې موفق واوسي او له خپلو طبيعي زېرمو ګټه پورته کړي. خلک غواړي چې د خپل هېواد د ابادولو لپاره مټې راونغاړي.

پوښتنه: په افغانستان کې د برتانیايي ځواکونو د راتلونکې په اړه ستاسې د دولت د چارواکو له خوا ضد او نقیض څرګندونې شوې، ځینو ویلي چې برتانوي ځواکونه باید تر ۲۰۱۵ وړاندې خپل هېواد ته ستانه شي او ځینې په دې اند دي چې ځواکونه یې باید افغانستان کې وضعیت ته په کتو له دغه هېواده ووځي، ستاسې پروګرام څه دی ؟

ځواب: دا ښکاره ده چې تر ۲۰۱۵ پورې په افغانستان کې د برتانوي ځواکونه جګړه ییز ماموریت پای ته رسېږي، او شمېر یې هم راټيټېږي. دا پر هغه څه پورې اړه لري چې د ۲۰۱۴ کال په اړه ویل شوي، تر ټاکل شوې نېټې پورې د افغان ځواکونو وړتیاوې او د امنيتي چارو سپارل. خو سر له اوسه چې تر دې نېټې پورې پام ورته کېږي، هغه د هېواد وضعیت دی. سږ کال به موږ له دې ځایه څلور سوه کسان وباسو خو په روان کال کې به موږ د خپلو ۹۵۰۰ سرتېرو حضور وساتو . دا د برتانیا دريځ دی. خو تر اوږدې مودې به د افغانستان ملګرتیا وکړو او ددغه هېواد له خلکو سره به په ګڼو برخو کې د سوکاله راتلونکې او ثبات لپاره زموږ مرستې دوام ولري .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .