پر امنيتي چارواکو د سوداګرۍ د خونو د چارواکو تور

کابل
Image caption پر افغان سوداګرو او پانګه والو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې وخت ناوخته بریدونه شوي او یرغمل نیول کېږي، چې ډېر ځله پکې د پولیسو له جامو او موټرو هم کار اخیستل شوی دی .

د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي د یو شمېر پانګوالو په وژنو، یرغمل نیولو او د هغوی د مال په لوټ او تالان کې یو شمېر امنیتي چارواکي لاس لري .

دوی وايي افغان حکومت پر پانګوالو او سوداګرو د بریدونو په مخنیوي کې جدي نه دی ، چې دا کار کېدای شي له هېواد د پانګو د وتلو لامل شي .

د افغانستان د سوداګرۍ خونې خبري غونډه د پنجشنبې په ورځ پر یوه صراف د وسله وال برید په تړاو جوړه شوې وه، په هغه برید کې وسله والو بریدګرو د کابل ښار په وزیر اکبرخان مېنه کې چې له امنیتي پلوه ډېره ټینګه بلل کېږي د شهزاده سرای پر یوه صراف برید وکړ، یو تن یې وواژه او دوه تنه نور یې ټپیان کړل، او درې اعشاریه دوه میلیونو ډالرو تر غلا وروسته په تېښته بریالي شول .

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمد قربان حقجو د پانګوالو په تښتونو، وژونو او یرغمل نیولو کې یو شمېر امنیتي چارواکي ښکېل وبلل :

''امنیتي چارواکي په ځانګړې توګه د کابل ښار په څلور لارو کې له وسله والو غلو سره د سړي تښتونې او اختطافونو په برخه کې په یو ډول نه یو ډول همکار او ملګرتیا کوي .

که همکاري نه وي نو غله څنګه په تېښته بریالي کیږي، تاسو د کابل ښار په سړکونو کې تر هر څو شیبو وروسته د تلاشی او پلټنې یوه پوسته لیدلای شئ .''

د سوداګرۍ خونې مخکې هم څو څو ځله ګواښنې کړي چې د نا امنیو او د پانګوالو د سر او مال د نه ساتنې له امله پانګې له افغانستان څخه بهر ایستل کېږي .

د شهزاده سرای د صرافانو مشر حاجي امین جان خوستی له عدلي او قضايي چارواکو په دې برخه کې د عدل د ټینګولو غوښتونکی شو .

پر افغان سوداګرو او پانګه والو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې وخت ناوخته بریدونه شوي او یرغمل نیول کیږي، چې ډېر ځله پکې د پولیسو له جامو او موټرو هم کار اخیستل شوی دی .

د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي که د داشان کړنو مخه ونه نیول شي نو د پانګونې په برخه کې به یو بحران رامنځ ته شي .

ورته مطالب