لوګر: په روغتون کې چاودنې ۲۵ کسان ووژل

لوګر
Image caption چاودنه د ازرې ولسوالۍ د روغتون د ننه شوې ده .

د کابل په ګاونډي لوګر ولایت کې د یوه روغتون د ننه ځانمرګي برید لږترلږه ۲۵ کسان وژلي او تر ۴۰ ډېر نور يې ټپيان کړي دي .

برید د ازرې ولسوالۍ د اکبرخېلو د روغتون د ننه شوی، چې د چاواکو په وینا، دا برید له چاودېدونکو توکو د یوه ډک ګاډي له کبله رامنځ ته شوی .

د لوګر د والي ویاند دین محمد دروېش بي بي سي ته د وژل شوو شمېر ۳۰ وښوده، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي، او ۴۵ نور ټپیان شوي دي .

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په برید کې لږترلږه ۶۰ کسان وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپیان دي .

راپورونه وايي وژل شوي د یاد روغتون ناروغان د هغوی خپل خپلوان او د روغتون کارکوونکي دي .

د لوګر ځايي چارواکو ویلي، د ازرې ولسوالۍ د روغتون ودانۍ په بشپړه تګه ویجاړه شوې ده .

که څه هم چارواکو د برید پړه پر وسله والو طالبانو اچولې، خو ددغې ډلې ویاند ویلي چې دوی پر عامه ځایونو بریدونه نه کوي .

د لوګر د والي ویاند دین محمد دروېش ویلي، ښايي د وژل شوو شمېر ډېر شي، ځکه چې لاهم ځینې کسان تر خاورو لاندې دي .

نوموړي وویل، د ازرې روغتون ته زیات شمېر کسان د درملنې لپاره راغلي ول، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان وو .

ازره له ګاونډي پاکستان سره نژدې پرته ولسوالي ده، چې د راپورونو له مخې تر ډېره پرې افغان حکومت پوره کنټرول نه لري او د حکومت ضد وسله وال په کې فعال دي .

برید داسې مهال شوی، چې افغان ولسمشر حامد کرزی د ترهګرۍ پرضد کانفرانس کې د ګډون لپاره ایران ته تللی دی .

په دغه کنفرانس کې د پاکستان، سودان، تاجکستان، عراق او ایران ولسمشران ګډون لري .

تېره میاشت د کابل په زړه کې د سردار محمد داود خان د پوځي روغتون د ننه هم ځانمرګي برید لږترلږه شپږ کسان ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل .

کندوز

بل خوا، تېره ورځ ناوخته په کندوز ولایت کې بمي چاودنې لږترلږه لس کسان ووژل .

چاودنه د خان اباد ولسوالۍ د آیسکریم خرڅولو په یوه دوکان کې شوې وه .

په پېښه کې له ۲۰ ډېر نور کسان ټپيان شوي هم وو .

ورته مطالب