ایراني مشران: افغانستان کې امریکايي اډې خطرناکې دي

د تهران سرمشریزه
Image caption د ایران له خوا د ترهګرۍ مبارزې په نامه دغه کنفرانس داسې مهال جوړېږي، چې د امریکا ولسمشر اوباما له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پیل اعلان کړی دی .

د ايران مذهبي مشر ايت الله خامنه يي په تهران کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د کتنې په مهال ويلي امريکا په افغانستان کې د دايمې اډو په لټه کې ده، دا دده په خبره خطرناکه خبره ده ځکه تر هغه چې امريکايان په افغانستان کې وي، ريښتنې سوله به رانه شي .

ښاغلي خامنه يي دا څرګندونې د ایران په پلازمېنه تهران کې د ترهګرۍ ضد هغه نړیوال کنفرانس په لړ کې کړې، چې د یکشنبې پر ورځ پای ته رسېږي .

په دغه دوه ورځني کنفرانس کې د افغانستان او پاکستان په ګډون شپږو ولسمشرانو او څه باندې ۵۰ هېوادونو چارواکي او استازي ګډون لري .

د افغانستان، پاکستان او ایران ولسمشرانو تر خپلې درې اړخیزې غونډې وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی به په ګډه په سیمه کې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کوي .

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کنفرانس په پیل کې د خپلې وینا په پیل کې وویل، چې افغانستان د ښوونې او روزنې په ډګر، بیارغاونې او د بنسټيزو جوړوښتونو جوړولو په لړ کې یو شمېر پرمختګونه کړي دي، خو دده په وینا افغانستان سوله او ثبات نه لري او ترهګري پراخېږي چې هېواد او سیمې ته لوی خطر جوړوي:

''په داسې حال کې چې د ترهګرۍ ډېری قربانیان له افغانستان نېولې تر پاکستان، عراق او ډېری نورو اسلامي هېوادونو او ځایونو کې مسلمانان دي، تندلاري زموږ له سپېڅلي دین په ناوړه ګټې اخیستو هڅه کوي چې د بې ګناه خلکو د وژنې سپیناوی وکړي . ''

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري بیا له خپله اړخه په پاکستان کې په تېرو لسو کلونو کې د ناامنیو له کبله د اوښتي زیان یادونه وکړه او پخپل هېواد کې یې د بریدونو له کبله ۳۵ زره خلک وژل شوي او د ۶۷ میلیاردو ډالرو مالي زیان یې اړولی دی .

ښاغلي زرداري وویل چې د ترهګرۍ چاره کول باید یو لومړیتوب وي:

''ددغې پېړۍ له پیله او رښتیا ترې له مخکې وختونو راهیسې، زموږ د زمانې مرکزي ننګونه د تندلارۍ او اورپکۍ راپورته کېدنه وه . موږ دا چې دوی ته ماتې ورکړو، بله چاره نه لرو، ځکه چې ماتې زموږ لپاره کوم غوراوی نه دی .''

د تهران کنفرانس ته پر کوربه هېواد سربېره، د افغانستان، پاکستان، تاجکستان، عراق او سوډان ولسمشران هم ورغلي دي .

ایران په داسې حال کې ددغه کنفرانس کوربه دی، چې امریکا او ملګري یې تور پرې لګوي چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي .

خو ایران بیا له خپله اړخه د امریکا او په ځانګړې توګه د اسراییلو پر حکومت پر ترهګریزو عملیاتو تورنوي .

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد وویل امریکا د سپتمبر د ۱۱ بریدونه د ځان لپاره یوه پلمه وګرځوله چې سیمې ته راشي او دلته خپله ولکه ټینګه کړي :

د انځور حقوق AFP
Image caption ایران وايي امریکا د سپتمبر د ۱۱ بریدونه د ځان لپاره یوه پلمه وګرځوله چې سیمې ته راشي او دلته خپله ولکه ټینګه کړي .

''د امریکا حکومت او ملګري یې په ښکاره د خپلو یو شمېر سیمه ییزو هم غاړو له مالي سرچینو په ګټه له دغو شبکو ملاتړ کوي او ګټه ترې اخلي . ''

د ایران له خوا د ترهګرۍ مبارزې په نامه دغه کنفرانس داسې مهال جوړېږي، چې د امریکا ولسمشر اوباما له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پیل اعلان کړی دی .

امریکا که څه هم وايي چې په افغانستان کې دايمي پوځي اډې جوړول نه غواړي، خو زیاتوي چې له نوموړي هېواد سره د اوږدمهالې ستراتيژيکې همکارۍ لېوالتیا لري .

ورته مطالب