پيلوځى:افغان فلمونو کې د ميرمنو کمه ونډه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ددې اونۍ پيلوځي کې په فلمونوکې د افغان میرمنو په ونډه غږیږوچې نیږدې له نشت سره برابریږي.

په پکتیا کې د لومړي ځل لپاره د ښځو لپاره په جوړشوي کتابتون رپوټ لرو، د افغان خبریال د هغه رپوټ حال درکوو چې نړیواله جایزه یې ګټلې ده او له مزار او کندهاره مو په نوروکلتوري خبرونو هم خبروو.

په افغانستان کې په فلمونوکې د میرمنو ونډه په ډراماتیکه توګه رالویدلې او نن سبا له نشت سره برابره ده، پخپله میرمنې یې لامل دوی ته د خپلوکورنیو او طالبانو ګواښونه بولي ، که څه هم طالبانو په څرګنده پدې اړه دوی ته ګواښونه ندي کړي. له شته وضعې سره سره پدې وروستیوکې د ځینو تنکیو زلمو او زلمکیو لخوا پدې برخه کې ګامونه اخیستل شوي دي.

افغانی الاصله کاناډایۍ فلم ډایرکټره نیلوفر پذیرا وایی کورنۍ هغه نجوني هم په فلمونو کې کارته نه پریږدي چې پخوا یې پکې ونډه لرله. له هغو نه د مارینا ګلبهاري او دیبا بارکزۍ نوم اخیستل کیږی.

پدې تړاو یو لنډبحث اوریدلی شی چې ګډونوال یې فلم سناریو لیکونکي اوکیسه لیکونکي وکیل سوله مل شینواري اوفلم لوبغاړې اوممثله ستوری منګل دی .

دافغانستان د پکتيا ولايت په مرکز ګرديزکې د لومړي ځل لپاره د ښځو ځانګړی کتابتون جوړشو. دغه کتابتون په ګرديزکې د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر(يونما) په مالي مرسته جوړشوی.

په کتابتون کې اوسمهال کابو ٣٠٠٠ بيلابيل کتابونه موجود دي. په ګرديز کې د ښوونکي د روزنې مرکز لسګونه پيغلې محصلانې او دغلته د ښوونځيو زده کوونکې د کتابتون په جوړيدوخوښې دي اود کتابتون دلاپراختيا غوښتنه کوي.

د افغانستان په بلخ ولايت كې په لومړي ځل د پښتو ژبې د ليكوالۍ په برخه كې لسگونه ځوانان وروزل شول. د دغه ولايت په مركز مزارشريف ښار كې د (پښتو ليكل- د ليكلو د ارونو ښوونېزه لړۍ) څلور مياشتې مخكې د بلخ ادبی خوځښت د ګوېټه انسټيټوټ په مالي لګښت پیل کړي وه. د لړۍ ګډونوالو پتیلې چی کولای شی د داسې سېمینارونو په مټ د خپلې ژبې د ساتنی ترڅنګ په مورنۍ ژبه لیکنی هم تر سره کړي.

په کندهار کي د اطلاعات او کلتور ریاست په چوکاټ کی په لومړي ځل د ښکلو هنرونو ټولنه جوړه شوه . د دغي ټولني د پرانیسنتی سره سم د کندهار د ١٣ تنو تکړه انځورګرانو، اوخطاطانو ١٠٧ هنری اثره د يوې اوونۍ لپاره نندارې ته کښیښودل شول .

د کندهار کلتوری چارواکی وایی که د همدی ولایت د انځورګرانو او نقاشانو هنر ته پاملرنه وشی ، نو ليري به نه وی چي په کندهار کي يو ځل بيا د تيرو پېړيوهغه پخوانى هنري برم را ژوندى شي .

افغان خبریال سمیع یوسفزی په اسیا کې د مطبوعاتو د ټولنې په جایزه ویاړل شوی دی.

نوموړي ته دا جایزه د هغه څیړنیز رپوټ په بدل کې ورکړی شوې چې د القاعدې شبکې په اړه یې لیکلی و.

ښاغلی یوسفزی ۱۰ کاله کیږي چې د نیوزویک مجلې اونورو نړیوالو رسنیو سره کارکوي.

سمعیع یوسفزی هغه زړور خبریال دی چې د جګړې په لومړیو کرښو کې یې د حساسو مسلو په اړه رپوټونه چمتو کړي دي.

خو ختیځ موبیا ویر ته وربولي : د ننګرهار نامتو لیکوال او ژورنالیست اسدالله حصار شاهېوال د غبرګولي په ۲۹ مه د ورپيښې ناروغۍ له امله لدې نړۍ سترګې پټې کړي. هغه ۶۵ کاله وړاندې د ننګرهار په روداتو کې نړۍ ته راغلی و، لومړنۍ اومنځنۍ زده کړې یې د احدادو په لېسه او لوړې زده کړې یې ننګرهار پوهنتون کې کړې وې .