افغان حکومت د 'افغانستان بانک' د مشر د نیولو امر وکړ

عبدالقدیر فطرت
Image caption ښاغلی فطرت اوس په امریکا کې دی او وایي ژوند ته یې د ورپیښ ګواښ له ویرې له دندې استعفی وکړه .

افغان حکومت 'د افغانستان بانک' د ریس د نیولو حکم کړی دی .

د افغانستان لویې څارنوالۍ پر عبدالقدیر فطرت د کابل بانک په مالي کړکېچ کې د ښکېلتیا تور لګولی .

ښاغلي فطرت تېره ورځ (دوشنبه/د جون ۲۷مه) په امریکا کې د افغانستان بانک له ریاست نه استعفی اعلان کړه .

دلیل یې دا و چې د کابل بانک د لوټ شویو پیسو د بېرته ستنولو په تړاو یې د مخې ته کړو هڅو له کبله ژوند له ګواښ سره مخامخ دی، خو د افغانستان لویه څارنوالي وایي ښاغلي فطرت له قانوني او عدلي تعقیب نه د تېښتې په هڅه کې هېواد پرېښی او دوی د امریکا له سفارت او انټرپول دواړو نه د هغه د نیولو او بېرته ستنولو غوښتنه کړې .

د افغانستان د لوی څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري پخپله په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال پر ښاغلي فطرت د کابل بانک په مالي کړکېچ کې د مخامخ ښکېلتیا او په لویه کې د هېواد په تنکي او کمزوري اقتصاد کې د سبوتاژ یا ګډوډۍ د اچولو تور ولګاوه .

دا یو داسې تور دی چې پر مټ یې تورن په اسانۍ سره له عدلي او قضایي تعقیب سره مخامخ کېدی او زندان ته ننویستل کېدی شي.

دا راز مرستیال لوي څارنوال پر ښاغلي فطرت د لګول شوي تور په تفسیر او وضاحت کې له کمزوري نظارته نیولې بیا د کابل بانک په کارونو کې پر شته ټولو نیمګړتیاوو د پردې اچولو او په دې اړه د نورو حکومتي ادارو پرله پسې خبرداریو ته د نه پام تر بریده ګڼ واړه تورونه هم ولګول .

انګیرنه یې دا وه چې د ادعا خلاف د ښاغلي فطرت ژوند څه ګواښ نه و بلکې په وینا یې نوموړي له عدلي تعقیب نه د څنګ ته کېدو په هڅه کې تېښته کړې ده .

ښاغلی نظري دا راز بېرته هېواد ته د افغانستان بانک د مستعفي شوي مشر د ستنولو په اړه د حکومت تکلونو ته هم اشاره وکړه .

ښاغلی فطرت اوس په امریکا کې دی او وایي ژوند ته یې د ورپیښ ګواښ له ویرې له دندې استعفی وکړه .

Image caption د کابل بانک د دغه مالي کړکېچ په پایله کې چې د شاوخوا ۹۰۰ میلیونه ډالرو د تالا کېدو په بیه پرېوتی، په پولي او مالي مسایلو کې پر افغان حکومت د نړیوالې ټولنې باور هم کمزوری شوی دی .

هغه د چا د نوم له یادولو پرته دا هم ویلي چې خورا زورور لوړ پوړو چارواکو یې په کارونو کې مداخله کوله او دی یې نه پرېښوده چې د کابل بانک په مالي کړکېچ کې ښکېل کسان له ګرېوانه ونیسي .

د کابل بانک د مالي کړکېچ په تړاو ناندریو وروسته له هغې په ډاګیزه بڼه زور واخیست چې ښاغلي فطرت شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د افغانستان د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د ولسمشر او مرستیال ولسمشر د وروڼو او د کابل بانک د پخوانیو چارواکو په ګډون د ځینو هغو کسانو نومونه ډاګیزه کړل چې ویل کیږي د ناقانونه پورونوپه اخیستو سره یې د افغانستان دغه تر ټولو لوی او مشهورخصوصي بانک د پولۍ پړک او فقر ته کښېناوه .

د کابل بانک د دغه مالي کړکېچ په پایله کې چې د شاوخوا ۹۰۰ میلیونه ډالرو د تالا کېدو په بیه پرېوتی، په پولي او مالي مسایلو کې پر افغان حکومت د نړیوالې ټولنې باور هم کمزوری شوی دی .

نړیواله ټولنه دغه کړکېچ له لویه سره په اقتصادي معاملو او ګټه وټه کې د حکومت دننه د اولیګارشۍ یا خپلوۍ پالنې د دود پایله بولي .

دا راز د کور دننه هم ځینې نیوکه کوونکي حکومت ته د هېواد د سیاسي ادارې او تشکیلاتو پرځای د یوې داسې اقتصادي اتحادیې په نظر ګوري چې د چارواکو پام پکې د هېواد د ګټو پر ځای تر ډېره په خپلو شخصي ګټو ورټول دی .

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي نظري وویل چې د ادعا خلاف د ښاغلي فطرت ژوند څه ګواښ نه و بلکې په وینا یې نوموړي له عدلي تعقیب نه د څنګ ته کېدو په هڅه کې تېښته کړې ده .

په همدې لړ کې د افغان حکومت او د پیسو د نړیوال وجهي صندوق ترمنځ اړیکې هم په بې ساري ډول ترینګلي شوي دي . دغه صندوق له افغان حکومته غوښتي چې د کابل د کړکېچ د ارزولو په ګډون د هېواد د ټولو بانکونو د څارنې چاره نړیوالو څارونکو ته وسپاري .

خو افغان چارواکو دغه وړاندیز نه دی منلی . په دې اړه د منځنۍ کچې یوه چارواکي د نوم له ښودو پرته بي بي سي ته وویل اندېښنه دا ده چې کېدی شي نړیوال څارونکي د کابل بانک په رسوایي کې له ښکېلو نورو لوړ پوړو چارواکو هم پرده پورته کړي چې په دې سره به دغه کړکېچ لاپسې دروند او له کبله به یې پېښه رسوایي لا پسې زیاته شي .

ورته مطالب