'د افغانستان بانک' رییس له دندې استعفی وکړه

ښاغلی فطرت د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي فطرت خپله استعفی امریکا ته تر رسېدا وروسته په واشنګټن کې اعلان کړه .

'د افغانستان بانک' مشر عبدالقدیر فطرت له هېواده لیرې په امریکا کې له خپلې دندې استعفی کړې ده .

خو د افغانستان حکومت د ښاغلي فطرت دا کار بې مسؤولیته ګام بللی او وايي چې دی خپله تر پلټنو لاندې و .

ښاغلي فطرت بي بي سي ته په څرګندونو کې وویل، چې په کابل بانک کې د شاوخوا نیم میلیارد ډالرو درغلیو د سمو پلټنو مخه یې نیول شوې وه .

عبدالقدیر فطرت چې دا مهال په امریکا کې دی، بي بي سي ته وویل، فکر کوي چې د افغانستان تر ټولو لوی خصوصي بانک (کابل بانک) کې د شوي فساد په اړه یې پلټنو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی .

خو په کابل کې د ولسمشر حامد کرزي ویاند وحيد عمر وویل، چې د ښاغلي فطرت استعی کول پخپله له خیانت سره برابره ده، چې په وینا یې پخپله دی هم تر پلټنو لاندې دی .

ښاغلي فطرت ویلي، چې د افغانستان بانک د مشر په توګه نورو چارواکو له ده سره همکاري نه کوله .

'د افغانستان بانک' مشر پر یو شمېر حکومتي کړیو دا تور هم ولګاوه، چې په وینا یې په تر ټولو لوی شخصي بانک کابل بانک کې د سلګونو میلیونو ډالرو په درغلیو کې د ښکېلو کسانو سره د حساب او کتاب مخنیوی یې کاوه .

ښاغلي فطرت خپله استعفی امریکا ته تر رسېدا وروسته په واشنګټن کې اعلان کړه .

عبدالقدیر فطرت په امریکا کې د اوسېدو او پاتې کېدو اسناد لري، او ویل کېږي چې له افغانستان څخه شاوخوا ۲۰ ورځې مخکې وتلی و .

نوموړي د واشنګټن په یوه هوټل کې خبریالانو د وینا پرمهال له خپلې دندې د استعفی اعلان وکړ .

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په کابل بانک کې ددرغلیو په اړه د هر اړخیزو پلټنو امر کړی و .

'جګپوړي تورن چارواکي'

عبدالقدیر فطرت بي بي سي ته وویل: ''زما ژوند کاملاً په خطر کې و او دا خطر وروسته له هغه ډېر شو چې په پارلمان کې د کابل بانک په درغلیو کې ښکېل کسان په ډاګه شول.''

کابو دوه اوونۍ وړاندې، ښاغلي فطرت د افغانستان په ولسي جرګه کې د کابل بانک په درغلیو کې د ښکېلو کسانو نومونه په ډاګه کړل .

ښاغلي فطرت د کابل بانک په مالي بحران او درغلیو کې د ولسمشر کرزي د ورور او د کابل بانک د ونډه وال محمود کرزي او د ولسمشر د لومړي مرستیال فهیم د ورور نومونه هم ډاګیزه کړل .

Image caption په وروستیو کې د افغانستان مرکزي بانک اعلان وکړ کابل بانک چې په هېواد کې تر ټولو لوی خصوصي بانک دی، داوطلبۍ ته وړاندې کېږي

او په تېره مۍ کې بیا د افغانستان د فساد پرضد ادارې له خوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي وو چې شاوخوا ۴۶۷ میلیون ډالر په ناقانونه توګه له کابل بانکه ایستل شوي دي .

په وروستیو کې 'د افغانستان بانک' اعلان وکړ کابل بانک چې په هېواد کې تر ټولو لوی خصوصي بانک دی، داوطلبۍ ته وړاندې کېږي او په دې برخه کې یې له نړیوالو مالي سازمانونو د برخې اخیستو غوښتنه وکړه .

او تېره اوونۍ د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال اعلان وکړ چې د پیسو له نړیوال صندوق سره د افغانستان ددولت خبرې ختمې شوې .

ورته مطالب