کرزی: پاکستان دې پر افغان خاوره بریدونه ودروي

کرزی د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر کرزي دا هم ویلي چې د دغو بریدونو په تړاو یې خپله اندېښنه په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس او په کابل کې د امریکا له تلونکي سفیر کارل ایکنبيري سره شریکه کړې ده .

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پر پاکستان تور لګولی، چې په تېرو درو اوونیو کې یې پر افغان خاوره څه باندې ۴۵۰ راکټونه اورولي دي .

افغان چارواکي وايي چې د راکټونو په دغو بریدونو کې د ۱۲ کوچنیانو په ګډون ۳۶ کسان وژل شوي دي .

دغه بریدونه د افغانستان په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې په هغو سیمو کې شوې، چې بهرني ځواکونه ترې راوتلي دي .

د افغانستان سرحدي چارواکي وايي چې پاکستاني طالبان ولسوالیو ته ننوتلي دي .

پر همدې مهال ولسمشر کرزي ویلي، له هېواد څخه د زرګونه امریکايي ځواکونو له وتلو سره که امنيتي حالت خراب شو، بیا به هم د نورو امریکايي ځواکونو د ورلېږلو غوښتنه ونه کړي .

ښاغلي کرزي ویلي، چې پر افغان خاوره د راکټونو موضوع یې په تهران کې د ترهګرۍ پرضد په سیمه ییز کنفرانس کې د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره شریکه کړې ده .

نوموړي ویلي: ''دوی باید دا بریدونه ودروي، که چېرې دا برید د پاکستان له لورې نه وي شوی، نو دا باید روښانه کړي چې ددغو بریدونو ترشا څوک دی ؟!''

ولسمشر کرزي دا هم ویلي چې د دغو بریدونو په تړاو یې خپله اندېښنه په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس او په کابل کې د امریکا له تلونکي سفیر کارل ایکنبيري سره شریکه کړې ده .

پر همدې مهال، د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظيمي ددغو بریدونو په اړه د غبرګون خبرداری ورکړی دی .

نوموړي اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي :

''د پاکستان حکومت باید پوی شي چې د ملکي افغانانو د وژلو په اړه به غبرګون وښودل شي .''

افغان چارواکي وايي له پاکستان سره پولې ته څېرمه له سرحدي سیمو څخه د پاکستان د بریدونو له کبله شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ کوچېدلې دي .

د انځور حقوق b
Image caption ښاغلي کرزي ویلي، چې پر افغان خاوره د راکټونو موضوع یې په تهران کې د ترهګرۍ پرضد په سیمه ییز کنفرانس کې د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره شریکه کړې ده .

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوږده پوله او قبایلي سیمې د دواړو هېوادونو لپاره لویه اندېښنه راټوکولې ده .

د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه او افغان حکومت وايي چې اورپکي او د القاعدې غړي د پاکستان په قبایلي سیمو کې خوندي پټن ځایونه او روزن ځایونه لري .

داسې اټکل دی د پاکستان په لوېديځ کې سرحدي قبایلي سیمو د اورپکو ګڼې ډلې فعالیت کوي چې له هماغه ځای په افغانستان کې پر ناټو او افغان ځواکونو بریدونه طرحه کوي .

له پاکستان غوښتنه دا ده چې په دغو سیمو کې اورپکي ښه سم وځپي .

ورته مطالب