نړېوالې جنايي محکمې د قذافي د نيولو امر وکړ

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
قذافي
Image caption معمر قذافي په ١٩٦٩ کال کې له کودتا نه راپدېخوا په واک کې دى .

محمکې دا پرېکړه نن هيگ کې کړې ده چې په کې د معمر قذافي دزوى سيف الاسلام او داستخباراتو مشر، عبدالله سنوسي د نيولو امرهم شوى دى.

د جنايتونو په اړه د نړيوالې محکمې يا أي سي سي ددې پرېکړې وروسته دوى پۀ رسمي ډول د هغه کسانو ډلې کې شامل شوي چې لټون به ېې کيږي.

ددې محکمې يوه قاضي د نوموړو د نيولو امر سره سره ويلي دي چې" دا دې معنى نلري چې گوا کې په هغوي جرمونه ثابت شوي. په دې اړه به محکمه پرېکړه کوي که چيرې په رښتيا هم کله ډگروال قذافي او نور د هيگ محکمې ته راوړل شي".

خوقاضي زياته کړې چې داسې منطقي دلايل شته چې دا گومان پخوي چې د ډگروال قذافي ځواکونو په طرابلس، بن غازي او نورو ځايونو کې له قيا م وروسته جنايتونه کړي چې له همدې امله معمر قذافي ېې مسول دى.

د څارونکو په اند ترڅو چې ډگرول قذافي په واک کې وايي د نړيوالې محکمې ددې پرېکړې په اړه به هيڅ اندېښنه نلري، خو دې گام سره هر ډول جلاوطنۍ په اړه چارې پيچلى شوېدي.

ورته مطالب