يونان کې د حکومت اقتصادي تگلارې پرضد اعتصاب روان دى

Image caption يونان کې ددې نه وړاندې هم د حکومت اقتصادي گامونو پر ضد لايونونه شوي

دحکومت گامونو پرضد د دوه ورځني احتجاج نن پيل شو چې ورسره عامه خدمتونه په ټپه دريدلي دي . عامه ترانسپورت بند دىلى ، بانکونه تړل شوي ، هوايي ډگرونه تړل کيږي او روغتونونه له ډير لږ پرسونل سره کار کوي، خو د یونان حکومت لا له وړاندې له خپلو پور ورکوونکو سره منلي چې پورونو ته د خپلو اړتیاوو د کمولو لپاره به ګامونه پورته کوي. اوس له پارلمان څخه غوښتل شوي چې د لګښتونو د کمولو ، د مالیو د ډېرولو او د خصوصي ګرځونې ملاتړ وکړي.

لومړی وزیر، جورج پاپاندریو، د هېواد سیاسي ګوندونو ته ویلی چې خپل اختلافات یوې خوا پرېږدي او د هېواد د اړتیاوو په اړه فکر وکړي،"تر ټولو لومړی د یونان په پارلمان کې دا زموږ دنده ده چې په دغه ګران وخت کې خپلې دندې ترسره کړو، دا ګرانې، خو خورا مهمې دندې دي. زموږ لپاره یونان باید تر هر څه مخکې وي، نه زموږ ګوندي ګټې".

د پیسو نړیوال صندق او د یورو د سیمې هېوادو ګواښنه کړې که یونان غواړي چې له اروپا څخه د ۱۲ ملیاردو پور راتلونکی فسط تر لاسه کړي، نو ورته پکار دي چې دا تدابیر عملي کړي. خو که چېرې یونان دا پیسې تر لاسه کړي ، کېدي شي په راتلونکو دوو میاشتو کې د خپلو پورونو بېرته ورکړه وځنډوي. خو دې خبرې ته په پام سره چې د یونان ستونزه کېدی شي نورو مالي مارکېټونو او بانکونو ته خپره شي، داسې واضح نه ده چې اروپايي هېوادونه به د پیسو د ستنولو خپل ګواښ عملي کولو ته چمتو وي.

خو په خپله یونان کې احتجاج کوونکي د حکومت له خوا وړاندې شوي ګامونه خورا ډېر سخت او اقتصاد ته زیان اړونکي بولي یو اعتصاب کوونکی، سپرايروس لیناردوپولیس، وايی تر هغې ب کاربندي روانه وي چې اړتیا ېې ده،"موږ د میموراندم او د سختیو د راوستلو منځمهالي پروګرام پر ضد اعتصاب کوو. کارګران له ډېر غمجنې وضعې سره مخامخ دي، او موږ د بې وزلۍ کچې ته ورنژدې یو. حکومت د جګړې اعلان کړی او د دې جګړې ځواب به بېرته په جګړې ورکول کیږي".

خو حکومت ټینګار لري چې لګښتونو کې کمى او له نورو سختیو راوستل ضرور دي، او د نړیوالو غوښتنې باید په پام کې ونیول شي.

اروپا او د پیسو نړیوال صندق فکر کوي چې یونان به په اوږده موده نورو مرستو ته هم اړتیا ولري، چې په اړه یې له اروپايي بانکونو سره خبرې روانې دي.