''د ځانګړې محکمې پرېکړه دې عملي شي''

Image caption د افغانستان د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمیسیون یوه مهمه دنده د اساسي قانون د پیچلو مسالو تفسیر او روښانه کول دي .

د افغانستان د ولسي جرګې جنجالي ټاکنو سره تړلو لانجو د حل په موخه د دغه هېواد د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمیسیون خپله حقوقي مشوره وړاندې کړې ده .

د یاد کمیسیون د دغې حقوقي مشورې پر بنسټ د افغانستان لویه څارنوالي کولای شي په ټاکنو کې د شوو سرغړونو څېړنه او پلټنه هم وکړي .

تر دې وړاندې ځانګړې محکمې د ټاکنو له کمیسیون غوښتې و چې ۶۲ معترض کاندیدان چې د دوی د پلټنو پر بنسټ یې ډیرې رایې ګټلي، ولسي جرګې ته معرفي کړي چې پر ځای به یې همدومره نور په جرګه کې خپلې څوکۍ دوی ته پرېږدي .

د بطلان حکم

په دغه مشوره کې چې د یوې اعلامیې په بڼه له رسنیو سره شریکه شوې، ویل شوي چې د ټاکنو کمیسیون دې د دوی د مشورې له مخې د محکمې پرېکړه په عمل کې پلې کړي .

دغه اعلامیه د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمیسیون د دارالانشاء مشر شریف الله ابراهیمي ولوسته :

''د باصلاحیته محکمې د قطعي حکم پربنسټ، په یوه جرم د اشخاصو محکمول د ټاکنو د بطلان په معنا نه ده، که چېرې جرم تزویر او د اسنادو جعل وي، نوموړي اسناد د محکمې د حکم پر اساس د اعتبار وړ نه ګڼل کېږي. او د بطلان حکم د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته استول کېږي او نوموړی کمېسیون دنده لري چې دغه حکم پلی کړی .''

نوموړي دا هم وویل چې په ټاکنو کې شوې سرغړونې جرمي اړخ لري ځکه نو د قانون له مخې لویه څارنوالي کولی شي په ټاکنو کې د شوو سرغړونو او درغلیو څېړنه وکړي :

چارواکو له ولسمشر حامد کرزي او نورو اړونده ادارو هم غوښتي چې د کمیسیون مشورې ته غاړه کېږدي او ملاتړ یې وکړي .

د انځور حقوق AP
Image caption د ولسي جرګې د ټاکنیزو شکایتونو په تړاو ځانګړې محکمه ناقانونه بولي .

تېره اوونۍ د ټاکنو په تړاو جوړې شوې ځانګړې محکمې د ټاکنو له کمیسیون غوښتي و چې شاوخوا ۶۰ کسه چې د دوی د څیړنو پر بنسټ یې د ولسي جرګې د تېر کال په ټاکنو کې ډیرې رایې ګټلې ولسي جرګې ته معرفي کړي چې پر بنسټ به یې همدومره نور کسان په جرګه کې خپلې څوکۍ دوی ته پرېږدي .

د افغانستان د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمیسیون یوه مهمه دنده د اساسي قانون د پیچلو مسالو تفسیر او روښانه کول دي .

خو تر دې وړاندې ځینې هغه مسالې چې په قانون کې یې پوره وضاحت نه درلود او یا هم جنجالي بلل شوې د یاد کمیسیون د پرېکړې له مخې د افغانستان سترې محکمې ته لېږل شوې دي .

ورته مطالب