ستاسې غږ: د درې گونو قوو له مخامختيا څه راوتلى شي؟

ولسي جرګه
Image caption د کړکېچ يوه گټه ارگ ته داشوه چې د ولسي جرگې له درې اوونيز چوپ اعتراض سره سره د تاييد لپاره د پاتو وزيرانو د وراستولوغوښتنه ناورېدلې پرېږدي.

په افغانستان کې د تېرو پارلماني ټاکنو پر سر راټوکېدلې ناندرۍ پاى نلري او نوي پړاو ته په ورننوتو يې د دولت درې واړه قوې يو د بل په وړاندې ودرولې.

د ولسي جرگې غوڅ اکثريت نه يوازې د ځانگړې محکمې پرېکړه چې ورسره د اوسنيو وکيلانو څلورمه برخه بې واکه وبلل شوه، نه مني چې پخپله يې د عدلي او قضايي برخې د ځينو مشرانو د بې واکه کولو سپارښتنه کړې ده.

وکيلان، لوى څارنوال او د سترې محکمې نيمايي قاضيان د هغوى د مشر په گډون د ټاکنو د ځانگړې محکمې د جوړونې او ننگې په تور د مجازاتو وړ بولي.

قضا او څارنوالي بيا پخپل وار گواښ کوي چې که د محکمې له پرېکړې سره سم بې واکه شوي وکيلان خپلې دندې پرېنږدي، قانوني چلند ورسره کېږي. يوازې ولسمشر په دې منځ کې پټه خوله دى.

خو د کړکېچ يوه گټه ارگ ته داشوه چې د ولسي جرگې له درې اوونيز چوپ اعتراض سره سره د تاييد لپاره د پاتو وزيرانو د وراستولوغوښتنه ناورېدلې پرېږدي.

داسې برېښې چې مقننه ځواک د دولت له دوو نورو قواوو- اجراييه او قضاييه سره په ژوره جړه کېوتى وي. نو څه به کېږي؟ په نورو هيوادونو کې له دغسې ټپ درېدلي حالت نه د وتلو لار د پارلمان ړنگول يا د حکومت يو ځايي استعفى ده.

راځئ له خپلو اورېدونکو واورو چې له دې کړکېچ نه د وتلو لار دوى ته څه برېښي؟

خپل نظر راسره د پنجشنبې په ماښام په خپرونه کې شريک کړئ او دې شمېرې ته زنگ راووهئ:00442078360331

پر گرځنده ټېلېفون د لنډ پيغام د راستولو شمېره ده: 00447786208888

لنډ نظر مو که pashto@bbc.co.uk ته راواستاوه، هم د خپرېدو شونيتيا موندلى شي.هغه برېښناليکونه چې پر راډيو خپاره نشي، يوه ورځ وروسته يې همدلته ددې متن په پاى کې لوستلى شئ.

ستاسې غږ، د پنجشنبې ماښام د افغانستان د دولتي قوو د خپلمنځي شخړې په اړه.

برېښنا ليکونه: د درې گونو قوو له مخامختيا څه راوتلى شي؟

د خوست پوهنتون استاد جعفرخان سيد زى: دری واړه قوې ځان ته اهداف او ددغو هدفونو لپاره بهرني ملاتړي لري او تر هغو چې بهرنیان د مشکل د حل لپاره تیار نشي دا مشکل به لا نورهم زیاتیږي

عزت الله حميدي ارزگان: د پارلمان د جوړیدو پنځه میاشتې کیږي نو که چیرې نوي وکیلان ولسي جرگې ته راسي بیا به دمشرلپاره 3 میاشتې انتخابات کیږی اوهمدارنگه د 18 کمیسيونو، د اول نايب اومنشيانو ټاکل دي چې 5 میاشتی وخت غواړی چې دا ټول یوکال کیږي، نوداسې دولت به کله مخته ولاړسي چه یوکال پارلمان ونه لري. عبدالواحد سنجېراني: كه چيرې د اختصاصي محكمې پريكره عملي سي ايا د انتخاباتو د شكاياتو كميسيون موجوديت ترسوال لاندې نه راځي؟

نجيب جبار له ناڅرگند ځاى نه: که په اساسي قانون کې ستونزه وي يا کومه بله، زيان يې يوازې ملت ته رسېږي، د نورو يې پرې څه.

ارسلا خان هاشمي له پکتيکا نه: د ځانگړې محکمې پرېکړه دې ژر پلې شي او که نه نو په راتلونکې کې به د درغليو لړۍ روانه پاتې شي او بيا به يې مخنيوى گران وي.

رفيع الله له لندن نه: ښه لار داده چې پارلمان او اساسي قانون د يو څه مودې لپاره وځنډول شي او بيا د کورنيو، دفاع، بهرنيو او عدليې وزيرانو، د استخباراتو د مشر او لوى څارنوال په گډون يوه جرگه گۍ وټاکل شي چې دنده يې په هيواد کې د امنيت ژر راوستل وي.

عبدالبصير سعيد له کابل نه: د درې واړه قوو کارکوونکي افغانان دي، د یو بل پر وړاندې دې له زغم نه کار واخلي اونوردې ددې ربړیدلي ملت پرسرملنډې نه وهي.

ورته مطالب