غېرت بهير: افغانستان د حکمتيار په څېر قوي رهبر ته ضرورت لري

ښاغلی بهير او نجفي زاده
Image caption حکمتيار په افغانستان کې دی. وضعيت يې ښه دی. دعا ورته کوم چې خدای ج دې د ده ساتونکی او مددګار شي.

افغانستان د يوه پخواني جهادي ګوند (اسلامي ګوند) د بهرنيو اړيکو مسوول او د دغه ګوند د سياسي چارو مسوول غېرت بهير وايي له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو وتل سمبوليک دي.

د اسلامي ګوند دغه لوړپوړي چارواکي څو کاله د بګرام په زندان کې تېر کړي او د ولسمشر حامد کرزي په غوښتنه چې ګني دی به د سولې په خبرو کې له افغان حکومت سره د مخالفينو په یو ځای کولو کې مرسته وکړي، خوشې شو.

له ده سره ځانګړې مرکه په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال هارون نجفي زاده کړې او په پيل کې يې ترې پوښتلي،امريکايان چې اوس وايي د افغان حکومت له وسله والو مخالفينو سره يې خبرې روانې دي، آيا دا يو مثبت ګام بولي؟

ځواب: دا تر يوه بريده مثبت ګام دی چې بلاخره امريکايان اړ شول هغو کسانو ته چې دوی ورته ترهګر او اورپکي ويل اوس يې د قضيې اصلي لوری بولي او له هغوی سره اړيکې ولري. خو زه فکر نه کوم چې د خبرو اترو په نوم دې څه شی روان وي.

بي بي سي: ښاغلی بهير، په افغانستان کې خبرو اترو ته د امريکا د لېوالتيا نښې نښانې شته دي. د بېلګې په ډول امريکايانو د القاعدې او د طالب مشرانو نومونه له يوه بله سره جلا کړل. له لسو تر ۳۰زرو سرتېري تر راتلونکي دوبي له افغانستان نه وباسي او دا چې په مخامخ ډول د حکومت له وسله والو مخالفينو سره په تماس کې دي.

ځواب: په تاسف سره بايد ووايم چې دا زموږ لپاره چندانې د اميدوارۍ وړ نه دي، ځکه چې امريکايان په خپل دريځ کې صادقه نه دي. اوباما په خپله وروستۍ وينا کې يوازې د لسو زرو سرتېرو د وېستو خبره وکړه. زه فکر کوم هغسې چې موږ وړاندوينه کوله چې له افغانستان نه د امريکايي سرتېرو وېستل به تش په نوم ،سمبوليک او د عامه افکارو د جلبولو په خاطر وي، هماغسې وشول. د ۱۱۰ يا ۱۲۰زره سرتېرو له ډلې د لسو يا شلو زرو عسکرو وېستل چندانې مفهوم او مانا نه لري او په جګړې او مقاومت مثبت يا منفي اغېز نه شي شيندلی. خو زه فکر کوم چې امريکايان بلاخره اړ کېږي چې پر خپلې تګلارې له سره کتنه وکړي. فکر کوم چې امريکايان دې پايلې ته رسېدلي دي چې په زور په افغانستان حکومت وکړي.

بي بي سي: که چېرې ستاسې شرايط او خبرې په پام کې ونيول شي او د طالبانو دريځ هم، ستاسو ترمنځ زيات تفاوت نه شته؟

ځواب: حزب اسلامي او طالبان دواړه د افغانستان د ازادۍ لپاره جګړه کوي، خو په جزيياتو او د افغانستان د قضيې په تړاو، او په افغانستان کې د یوه نظام د جوړښت په هکله طبعي ده چې تفاوتونه موجود دي او زه هيله من يم چې دغه تفاتونه او اختلافونه د وخت په تېرېدو سره حل شي.

بي بي سي: تاسو د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب له لوړ رتبه چارواکو څخه یی، د ګوند د بهرنيو اړيکو مشر او د سياسي چارو مشر، ډیر په دې اند دي چې اسلامي حزب، طالبان او د حقاني شبکه د پاکستان تر نفوذ لاندې دي. که وغواړو چې په افغانستان کې د سولې په تړاو د پاکستان د رول په هکله خبرې وکړو ياني تر هغه چې د پاکستان پوځ ونه غواړي، تاسو نه شی کولی چې له افغان حکومت سره مستقيمې خبرې وکړې؟

ځواب: زه په يوه داسې موقف کې نه يم چې د طالبانو د تحريک او يا د حقاني شبکې په اړه خبرې وکړم. خو په ټوله مانا زه د حزب استازيتوب کوم او په ټوله مانا ويلی شم چې اسلامي ګوند يو خپلواک ګوند دی. په خپل سياست، په خپل دريځ او خپلو پرېکړو کې تل خپلواک دی. او د دې دليل چې موږ تل ضربه خوړلې همدا زموږ استقلاليت دی.

بي بي سي: ښاغلی بهير وروستۍ پوښتنه. ډيری دا پوښتي چې په خپله ګلبدين حکمتيار چېرته دی؟ په افغانستان کې که په پاکستان کې او وضعيت يې څنګه دی؟

ځواب: يو کال وړاندې چې کابل ته مو له يوه پلاوي سره سفر درلود، په کابل کې د حکومت ډیری لوړپوړو چارواکو او آن هغو کسانو چې د اسلامي ګوند سيالان بلل کېږي په دې يې اعتراف کاوه چې دا هېواد د حکمتيار په څېر يوه قوي کس او يوه قوي مشر ته اړتيا لري.

ورته مطالب