د کابل بانک دوه پخواني مشران نیول شوي دي

کابل بانک د انځور حقوق Reuters
Image caption د شير خان فرنود او خليل الله فروزي نومونه هغه مهال په رسنيو کې راغلل چې کابل بانک له کړکيچ سره مخامخ شو.

د افغانستان ملي امنيت اداره وايي چې د کابل بانک دوه تنه پخواني مشران او ونډه وال شيرخان فرنود او خليل الله فروزي يې تر نيولو وروسته د افغانستان لويې څارنوالۍ ته وسپارل.

پر دغو کسانو تور دی چې له ياد شوي بانک څخه يې سلگونه ميليونه ډالر په نا قانونه توگه ويستي دي،چې دې چارې ياد شوى بانک له کړکيچ سره مخامخ کړ.

ملي امنيت اداره وايي له څلورو مياشتو يانې له هغه مهال راهيسې چې کابل بانک له کړکيچ سره مخامخ شو د ياد شوي بانک پخوانى عمومي مشر شير خان فرنود او خليل الله فروزي د ملي امنيت د کارکونکو تر څار لاندې وو

د شير خان فرنود او خليل الله فروزي نومونه هغه مهال په رسنيو کې راغلل چې کابل بانک له کړکيچ سره مخامخ شو.

وروسته بيا د افغانستان بانک پخواني مشر عبدلقدير فطرت وويل چې له کابل بانک څخه ٩١٠ ميلونه ډالر د ناقانونه پورونو په توگه ايستل شوي دي .

د ښاغلي فطرت وينا وه چې دغه پورونه د ٢٠٧ کسانو له خوا اخستل شوي دي،چې د ښاغلي فرنود له خوا د اخستل شوي نا قانونه پور کچه ٥٠٤ ميلونه ډالره وه او ښاغلي فروزي ٦٦،٩ ميلونه ډالره ناقانونه پور اخستى دى.

خو اوس د افغانستان لويې څارنوالۍ د افغانستان بانک پخوانى مشر عبدالقدير فطرت هم د کابل بانک په ادعا شوي فساد کې ښکيل بللى او د هغه د نيولو حکم يې کړې،خو ښاغلى فطرت امريکا ته په رسيدو بريالى شوى دى.

د کړکيچ له رامنځ ته کيدو وروسته کابل بانک د افغانستان بانک تر کنترول لاندې راغى،اوس دغه بانک پر دوو برخو ويشل شوى دى چې يوه برخه د نوي کابل بانک په نامه د افغانستان د ماليې وزارت تر چتر لاندې فعاليت کوي او بله برخه يې تر څيړنو او ارزونو لاندې ده.

ورته مطالب