"افغان ځواکونه مسووليت اخيستو ته چمتو دي "

 افغان پوځ د انځور حقوق BBC World Service
Image caption افغان پوځيان چمتو دي چې له بهرنيانو نه امنيتي مسووليتونه واخلي.

افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د لیږد بهیر سمبالوونکي وایي د حکومت د مخالفو وسله والو هر ډول فشار به د دې بهیر مخه ډب نه کړي.

د لیږد بهیر د سمبالوونکي کمیسیون مشر اشرف غني احمدزی تمه څرګندوي چې د لیږد بهیر به په پوره بریالیتوب ترسره شي.

په کابل کې د لوړ پوړو افغان چارواکو او د نړیوالې ټولنې د استازو په ګډون د جوړې شوې دوه ورځنۍ غونډې هدف له بهرنیانو څخه کورنیو ځواکونو ته د امنیتي چارو د ورسپارل کیدو په وړاندې د شته ننګونو او هغې ته د نیول شوو تابیاوو جاج اخیستل په ګوته کیږي.

ټاکل شوې په راتلونکې میلادي میاشت کې افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د ورسپارلو بهیر پیل شي.

د لیږد بهیر د سمبالوونکي کمیسیون مشر اشرف غني احمدزي د یادې غونډې د پرانیستو پرمهال وویل چې افغان حکومت د لیږد د بهیر لپاره پر خپل هوډ کلک ولاړ دی او د حکومت د مخالفو وسله والو هر ډول فشار به د دې بهیر مخه ډب نه کړي.

ښاغلي احمدزي وویل په دې غونډه کې به د لیږد د بهیر په تړاو د نړیوالې ټولنې د استازو نظرونه هم واخلي او د اړینو مرستو په تړاو غوښتنې به هم ورسره شریکې کړي.

که څه هم د دغې بهیر له هماغه پیله د کور دننه او نړیواله کچه د افغان ځواکونو د وړتیاوو او سمبال په تړاو له ځینو سره یو لړ اندیښنې را وټوکیدې.

خو افغان چارواکو په بیا بیا له دې اړخه ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې تر 2014 کاله به کورني ځواکونه د دې جوګه وي چې د بهرنیانو له شته والي پرته هم د دغه هیواد په ښارونو کلیو او بانډو کې امنیت خوندي کړي.

دا هغه څه دي چې د وخت تیریدل به یې روښانه کړي.

ورته مطالب