په زابل کې د سړک غاړې چاودنې ۱۳ وګړي ووژل

د مخکنۍ چاودنې عکس ګورﺉ د انځور حقوق AFP
Image caption چاودنه د زابل شملزو ولسوالۍ په ځنځير سیمه کې شوې .

په زابل کې د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي .

چاودنه نن سهار (د چنګاښ/سرطان ۱۱مه) سهار د زابل شملزو ولسوالۍ په اړوند 'ځنځير' سیمه کې رامنځ ته شوې ده .

د زابل د والي ویاند محمد جان رسولي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، ټول وژل شوي ولسي وګړي دي .

نوموړي زیاته کړه، په وژل شوو کې څلور ښځې، دوه ماشومان او اووه سړي دي .

هغه وویل، دغه مسافر له پاکستان څخه د غزني ولایت ناوې ولسوالۍ ته روان وو، چې شلخي ماین پرې وچاودېد .

بل خوا، د غزني په څنګلوري غزني ولایت کې تېره شپه د یوه توغندي له کبله یو ماشوم وژل شوی او د یوې ښځې په ګډون دوه کسان ټپیان شوي .

د غزني د والي ویاند معروف ایوبي بي بي سي ت هوویل، د غزني ښار له ختيځ څخه راتوغول شوی توغندی په توحید اباد سیمه کې لګېدلی دی .

ښاغلي ايوبي د توغندي د توغولو پړه د دولت پر وسله والو مخالفینو واچوله .

د سیمې عیني شاهدانو ویلي، چې تېره شپه په غزني کې د ولایتي بیارغاونې پر مرکز درې توغندي وتوغول شول .

دوی وايي چې له دغو توغندیو یو په توحید اباد سیمه ولګېد .

ورته مطالب