نيمروز کې ماين ۱۳ کسه وژلي او ۳۰ نور يې ټپيان کړي

افغانستان، نيمروز
Image caption پیښه د پنجشنبې په ورځ ناوخته رامنځته شوې ده.

د افغانستان په سوېل لوېديځ ولايت نيمروز کې د ماين چاودنې لږ تر لږ ۴۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د نيمروز امنیه قومندان عبدالجبار پردلی وایي په دغه پیښه کې چې د نیمروز ولایت د خاشرود په سیمه کې رامنځته شوې ۱۳ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل دي.

د دغه ولايت امنیتی چارواکي وایي چې پیښه د پنجشنبې په ورځ ناوخته شاوخوا ۷ بجی هغه مهال رامنځته شوه چی یو ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکی بس موټر د سړک د غاړې پر یوه ښخ کړی شوي ماین ور برابر شو.

ده زیاته کړه چې د ټپیانو ۱۲ تنه یې د نیمروز ملکي روغتون ته وړل شوي او پاتې نور ۱۸ کسه چې د ده په خبره روغتيايي حالت يې نازک وو د امریکا د سمندري ځواکونو له لوري پوځي روغتون ته لیږدول شوي دي.

تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا نه دی منلی، خو تر ډېره د سرک د غاړې ماينونونه د افغان حکومت وسله وال مخالفين د افغان او بهرنيو ځواکونو د ځپلو لپاره ښخوي.

تېره ورځ سهار مهال د هلمند ولایت د مارجی په ولسوالۍ کې هم د سرک د غاړې ماین چاودنې له امله د یوې کورنۍ شپږ تنه ووژل شول.

افغان حکومت تل په جګړه کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبلې خواشينې کېږي او له طالبانو او بهرنيو ځواکونو يې په وار وار غوښتي چې د جګړې پرمهال د ملکيانو د ژوند خونديتوب ته کلکه پاملرنه وکړي.

خو په تېرو څو کلونو کې، هم د طالبانو او هم د افغان حکومت د بهرنيو ملاتړو له لوري په وار وار ولسي وګړي په نښه شوي ، خو دواړه لوري وايي دا کار قصدي نه کوي.

ورته مطالب