''له پاکستان سره د بریدونو په تړاو دپلوماتيکې هڅې بې ګټې دي''

بسم الله محمدي
Image caption بسم الله محمدي:''له تېر ژمي راهیسې د کونړ او ننګرهار پر ځينو ولسوالیو پاکستان راکټي بریدونه کول .''

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د پاکستان د راکټي بريدونو د درېدو په اړه دپلوماتيکو هڅو کار نه دی ورکړی .

د افغانستان ولسي جرګې د هېواد د بهرنيو ، کورنيو ، دفاع او سرحدونو وزيران جرګې ته په همدې تړاو د توضيحاتو ورکولو ته ور بللي وو .

د افغانستان د کورنيو چارو وزير وويل سره له دې چې له پاکستان نه د افغانستان پر خاوره د توغنديو د لګېدو په اړه ښکاره بېلګې شته، خو سره له دې يې هم پاکستان ردوي .

افغان چارواکي وايي تر اوسه په بريدونو کې له ۴۰ ډېر کسان وژل شوي او څه باندې ۵۰ نور ژوبل دي .

ولسي جرګې د افغان امنيتي چارواکو د راپورونو له اورېدو وروسته پرېکړه وکړه چې زيانمنو شوو سيمو ته به د پلټنو لپاره يو پلاوی واستوي او وروسته تر هغه به په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي .

د افغانستان د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي وويل چې د کونړ او ننګرهار ولايتونو يو شمېر ولسوالۍ له تېر ژمي راهيسې د پاکستان تر راکټي بريدونو لاندې وې او په وروستيو کې دغه بريدونه زيات شول .

ده وويل په دې تړاو پاکستان ته د قوي بېلګو او لاسوندونو په وړاندې کولو سره سره، دغه هېواد پر افغانستان د راکټي بريدونو نه انکار کوي :

''کله چې موږ له ولسمشر سره پاکستان ته ولاړو، ما پخپله د کورنیو چارو له وزیر سره دوه ساعته خبرې وکړې او په ټولو سرغړونو مې خبر کړ، که څه هم هغوی منکر وو، ما د اسنادو وړاندې کولو زمینه برابره کړې وه، د پاکستان له لوري ویشتل شوي ناچاودي توغندي مو ترلاسه کړي وو، ستاسې حضور ته ویلای شم دا اسناد ما دوی ته وړاندې کړل، چې په دې نېټه موږ دا توغندي نه لرل او دا نوي دي . خو ترې دې شېبې پورې چې له تاسې سره خبرې کوم، دوی لاهم منکر دي او ولسمشر چې کله چې په تهران کې خبرې ورسره کړې وې، د بهرنیو چارو وزیر دا دی حضور لري چې دوی منکر شوي وو . ''

د دفاع افغان وزير عبدالرحيم وردګ د افغانستان په خاوره راکټي بريدونه سرحدي سرغړونه او تېری وباله ويې ويل چې افغان پوځ ورته ګام پورته کولو ته چمتو دی، خو په وينا يې دا به د افغانستان لپاره ښې پاېلې ونه لري :

Image caption عبدالرحیم وردګ وویل، پاکستان باید پر افغان خاوره د بریدونو له کبله اوښتی زیان جبرن کړي .

''دا ډول خوځښتونه ددواړو هېوادونو ترمنځ په دوستانه اړیکو کې ناوړه پایلې لري، او هېڅ دلیل ورته توجیه کېدای نه شي، په پوځي، په ځانګړې توګه د توپچي په برخه کې د څو کیلومترو په واټن په نښه کې تېروتنه د هېچا لپاره د منلو وړ نه ده، هغه هم په تکراري توګه، د پاکستان حکومت باید پوی شي چې د افغانستان خلک به د خپلو ښاریانو د وینو توېیدو لپاره چوپه خوله پاتې نه شي، د ملي دفاع وزارت د پاکستان له حکومت څخه غواړو چې هرڅه ژرترژه د درنو وسلو ډزې د افغانستان پر خاوره ودروي او له دې اړخه رامنځ ته شوې مرګ ژوبله او زیان جبران کړي. ''

ولسي جرګې ته په دې تړاو د ملي امنيت د مشر رحمت الله نبيل خبرې د بندو دروازو تر شا وې، خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول وويل، که څه هم دغه مساله په بيا بيا له پاکستاني چارواکو سره له دپلوماتيکو لارو مطرح شوې ، خو تر اوسه يې مثبتې پایلې نه دي لرلي :

''متاسفانه تر ننه پورې زموږ دپلوماتيکې هڅې کومې مثبتې پايلې ته نه دي رسېدلي . او ښايي موږ يوه داسې حالت ته ورسېږو چې نور دپلوماسي کار ور نه کړي . په نړيواله کچه هم موږ په دې اړه خبرې کړي دي .''

Image caption ولسي جرګې ته په دې تړاو د ملي امنيت د مشر رحمت الله نبيل خبرې د بندو دروازو تر شا وې .

د افغان چارواکو له خبرو سملاسي وروسته د ولسي جرګې اداري پلاوي تصميم ونيوه چې د دغو بريدونو د پلټنو لپاره به يو پلاوی سيمې ته واستوي .

که څه هم ځينو وکيلانو د دغه تصميم په اړه اعتراض وکړ، خو اداري پلاوي په همدې فيصله د ولسي جرګې ناسته ختمه کړه .

پر همدې مهال په پلازمېنه کابل کې يو شمېر کسانو د پاکستان د راکټي بريدونو په اعتراض کې لاريون وکړ او له حکومت نه يې وغوښتل چې په دې اړه ګام پورته کړي .

ورته مطالب