د غزني بالاحصار بیارغونه او پام غواړي

د غزني بالاحصار

د غزني بالاحصار چې د غزني ښار ته نژدې په شمالي څنډه كې د يوې لوړې غونډې په سر جوړ شوی او د جوړېدو نېټه يې هم د اسلام تر راتګ وړاندې اټكل شوې ده، په اسلامي دور كې هم او د غزنويانو په پېر كې د سلطان محمود او د سلطان مسعود ددربار او كار دمحل په توګه ګټه ترې اخیستل کېده .

له تاريخي پلوه خورا لرغونى ځای او ودانۍ ګڼله كېږي په دې وروستيو كې په غزني كې چارواكو په څو څو ځله ددغه تاريخي ځای دجوړېدو ژمنې وكړې خو اوس له دغه تاريخي ځايه هره شپه ددرنو وسلو او توپونو ډزې كېږي په غزني كې د فرهنګي كړيو ګڼ شمېر استازې اندېښنه څرګندوي چې د توپونو دډزو شدت به د بالاحصار دېوالونو ته چې هسې هم د څو كلنو جګړو او نه پاملرنې له کبله زيانمن شوي، لا زيانمن كړي .

په غزني كې د علي لالا د فرهنګي ټولنې غړي شريف الله نثار وايي :''د غزني بالاحصار يو تاريخي ځاى دی چې لرغونتوب يې د اسلام تر راتګ وړاندې دی، او دغه ځای ته په تېرو څو كلنو جګړو كې زيات زيان اوښتى . دېوالونه يې هسي هم خراب شوي او چاكونه يې كړي دي، كه چېرته اوس هم د توپونو دغه ډزې همداسې دوام وكړي دډزو د اوازونو د شدت له امله به نور زيان هم ورته واړوي . له چارواكو غوښتنه كوو چې دغه ډزې بندې كړې ''.

د غزني ښاريان هم وايي د شپې مهال ډزو ددوی ژوند نارامه كړی او دوی په تېره بيا ماشومان يې له ډار او وېرې سره مخامخ كړي .

هغوی وايي دډزو په مهال دوی ته دا پته نه لګېږي چې دا امنيت ډزې دي او كه كوم وسله وال بريد پيل شو، د هغوی په وينا ددغو ډزو له امله د نژدې سيمو ميندوارې مېرمنې هم سخت كړاوونه ګالي .

هغوی له چارواكو غوښتنه كوي چې ددغو ډزو مخه دې ونيسي، د غزني ښار اوسېدونكى محمد داود ''هره شپه له بالاحصار څخه ډزې كېږي . دلته يې اوس نوي توپونه ځای پر ځاي كړي، دې ډزو خلک له ويرې سره مخامخ كړي، دا د ميندوارو مېرمنو لپاره هم يو كړاو جوړوي او هم ماشومان وېروي، هركله چې دا ډزې پيل شي موږ نه پوهېږو چې امنيتي ډزې دي، كه كوم چا وسله وال بريد پيل كړ''.

خو په عين حال په غزني كې د ملي اردو ددريمې لوا قوماندان داود وفادار بيا وايي :''دغه سيمه د ملي دفاع د وزارت ملكيت دى او دوی ته د چارواكو لخوا امر شوى چې په ځينو حالاتو كې له خپلو ځواكونو څخه ددفاع په مقصد ډزي وكړو . هغه وايي د خلكو اندېښنه پر ځاى ده خو اړ يو چې له دغه ځايه چې له پوځي اړخه مهم ځاى دی, كله ناكله تعليمي تمرينات تر سره كوو''.

له بلې خوا د غزني والي موسی خان اكبر زاده له لويه سره دډزو كول نه مني او بيا هم لكه د پخوا په څېر وايي چې ډېر ژر به د المان هېواد د اخن پوهنتون استازي غزني ته راشي او د جوړېدو كار به يې پيل شي .

د غزني والي موسی خان اكبر زاده وايي: ''له دغه ځايه ډزې نه كېږي او كه شوي هم وي يو دوه ځله به شوي وي، له موږ سره المان ژمنه كړې چې د غزني بالاحصار راته جوړ كړي، او په يوه اوونۍ كې به دا كار پيل شي''.

په ټوله كې فرهنګيان او خلک اندېښمن دي چې كه له تاريخي ځايونو په تېره بيا بالاحصار سره داډول ناسم چلند دوام كوي دا وېره شته چې نه يوازې د ۲۰۱۳ كال لپاره به د ګرځندويانو د ليدو لپاره دغه ځايونه تيار او چمتو نه شي، بلكې لابه پسې ونړېږي .

ورته مطالب