افغاني تولیداتو ته د بازارموندنې لپاره د نړیوال بانک مرسته

افغاني تولیدات
Image caption د افغانستان صادرات له بهر څخه دغه هیواد ته د راوړل کیدونکو توکو په پرتله ډیر لږ دي .

نړیوال بانک د افغاني تولیداتو د ملاتړ او بازار موندنې لپاره ۲۲ میلیون ډالره بلاعوضه مرسته کړې ده .

چارواکي وایي، د دغې پروژې له لارې به د راتلونکو څلورو کلونو په ترڅ کې له شاخوا ۷۵۰ شرکتونو سره مرسته وشي، چې خپل تولیدات پیاوړي کړي او نه یوازې د کور دننه بلکې له هیواد څخه بهر هم هغې ته مناسب بازار ومومي .

په ټوله کې د دغې پروژې موخه په افغانستان کې د خصوصي سکتور ملاتړ او پیاوړي کول په ګوته کیږي .

د افغانستان پر تولیداتو یوه مهمه نیوکه دا ده چې له نړیوالو معیارونو سره برابر نه بسته بندي کیږي . همدرانګه د ساتلو په برخه کې یې هم ځینې ستونزې شته، همدا لامل په ګوته کیږي چې افغان سوداګر نه شي کولی په وخت خپل تولیدات تر نړیوالو بازارونو ورورسوي او په ښه بیه یې وپلوري .

دا پروژه به په دې برخه سوداګرو اوتولیدکوونکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي .

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر انوار الحق احدي په دې برخه کې د تړون لاسلیکولو پرمهال وویل: ''په لومړي پړاو کې به دغه پروژه د افغانستان په څلورو سترو ولایتو کابل، مزار، هرات او ننګرهار کې پلې کیږي او که اړتیا وه، نو ښايي په راتلونکې کې یې لمن د هیواد نورو سیمو ته وغځول شي .''

د یاد تړون د لاسلیکولو پرمهال په افغانستان کې د نړیوال بانک له مشر نیکولاس کرافت وویل: ''وړاندې له دې چې دغه پروژه په افغانستان کې پلې شي په اندونیزیا، اکوادور، تونس او ځینې نورو هیوادونو کې هم پلې شوې چې له ښو پایلو سره مل وه .''

Image caption د افغانستان ځینې مېوې ګاونډي هېوادونه په خپل نامه بهر ته صادرېږي .

چارواکي وایي، د دې پروژې پلي کیدل به نه یوازې دا چې د افغانستان له اقتصادي پرمختګ سره مرسته وکړي، بلکې په خبره یې د لنډ مهال لپاره به سلګونو بیکارو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي .

افغانستان په وچه کې راګیر هیواد دی چې تر ډیره یې تکیه له بهر، په ځانګړې توګه له ګاونډیو هیوادونو په وارداتو ده .

اوسمهال د افغانستان صادرات له بهر څخه دغه هیواد ته د راوړل کیدونکو توکو په پرتله ډیر لږ دي او چارواکي وایي، د نړیوال بانک له دې تازه پروژې سره به د افغانستان کورني تولیدات پیاوړي شي او د دغه هېواد د صادراتو له پراخیدو سره به هم مرسته وکړي .

ورته مطالب