برتانیا او المان له افغانستان څخه پوځيان وباسي

افغانستان کې د برتانیا وژل شوي عسکر
Image caption د افغانستان د تېرې لس کلنې په اوږدو کې ۳۷۴ برتانوي پوځيان وژل شوي .

برتانیا او المان ویلي چې له افغانستان څخه به خپل سلګونه سرتېري وباسي .

دا اعلان وروسته له هغه شوی، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل، سږ کال به له افغانستان څخه لس زره امریکايي سرتېري وباسي .

په پام کې ده چې افغان ځواکونو ته د ځينو سیمو امنيتي چارې نژدې دوه اوونۍ وروسته پیل شي .

فرانسې هم ویلي چې په افغانستان کې به د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړي .

د لندن 'سنډې ټایمز' ورځپاڼې په روانه اوونۍ کې ویلي وو چې د روان کال تر پای پورې به له افغانستان څخه خپل ۸۰۰ سرتېري وباسي .

ورځپاڼه تمه ښيي چې د برتانیاه لومړی وزیر ډېوېډ کامیرون به پر راتلونکې چهارشنبه د راتلونکي کال د فبرورۍ او د ۲۰۱۲ ترمنځ واټن کې له افغانستان څخه د ۵۰۰ تر ۸۰۰ سرتېرو د ایستلو اعلان وکړي .

Image caption په تېره مۍ کې د برتانیا حکومت ویلي وو چې په راتلونکو نهو میاشتو کې به په افغانستان کې له خپلو ټول ټال ۹۵۰۰ سرتېرو څخه ۴۰۰ برتانوي پوځيان وباسي .

په تېره مۍ کې د برتانیا حکومت ویلي وو چې په راتلونکو نهو میاشتو کې به په افغانستان کې له خپلو ټول ټال ۹۵۰۰ سرتېرو څخه ۴۰۰ برتانوي پوځيان وباسي .

د برتانیا دفاع وزیر په خپل وار ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د خپلو پوځيانو وضعیت ارزوي چې په وینا یې د کامیرون په خبره تر ۲۰۱۵ کال پورې به په دغه هېواد کې د برتانوي پوځيانو جګړه ییز رول پای ته ورسېږي .

نوموړي ټينګار کړی، چې ځواکونه به یې په افغانستان کې د وضعیت په ښه کېدو سره ژر تر ژره خپل هېواد ته ستانه شي .

تر امریکا وروسته برتانیا دویم هېواد دې چې په افغانستان کې تر ټولو ډېر پوځيان لري، چې ډېرﺉ یې د افغانستان په سوېلي ولایت هلمند کې مېشت دي .

د افغانستان د تېرې لس کلنې په اوږدو کې ۳۷۴ برتانوي پوځيان وژل شوي .

بل خوا د المان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز فولکر فیکیر ویلي هېواد یې په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د شمېر راټيټولو هوډ لري .

Image caption امریکا دا مهال په افغانستان کې نژدې سل زره پوځيان لري .

المان دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۴۸۰۰ پوځيان لري، چې د ۵۰۰ د ایستلو هوډ یې شوی دی .

د ناټو دغو غړو هېوادونو له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو د ایستلو پرېکړه وروسته له هغه اعلان کړه، چې ولسمشر اوباما وویل د راتلونکي کال تر پایه به له افغانستان څخه ۳۳ زره امریکايي پوځيان وباسي .

امریکا دا مهال په افغانستان کې نژدې سل زره پوځيان لري .

د فرانسې ولسمشر نیکولا سارکوزي تېره میاشت وویل، فرانسه د ۲۰۱۲ کال تر پایه له افغانستان څخه د خپلو سلګونو سرتېرو د ایستلو هوډ لري .

ورته مطالب