امریکا: د منځنۍ اسیا له لارې د اکمالاتي توکو لېږد ډېروو

امریکا، قرغیزستان
Image caption سپنې ماڼۍ ویليو دوی له قزاقستان او ازبکستان او یو شمېر نورو هېوادونو سره افغانستان ته د اضافي اکمالاتو د رسولو د پرېکړې په درشل کې ده .

واشنګټن پوست د امریکايي چارواکو له خولې ویلي، چې د منځنۍ اسیا له لارې افغانستان کې د خپلو سرتېرو لپاره د اکمالاتي توکو د لېږد لړۍ پراخه کړې ده . امریکا دا ګام د پاکستان له لارې ناټو ځواکونو ته د اکمالاتۍ لارې د بندېدو د وېرې له کبله اخیستی دی .

که څه هم پاکستان له خپلې خاورې افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو لپاره د اکمالاتي لارو د بندولو خبره نه ده رامخې ته کړې، خو امریکا وېره لري، که چېرې پاکستان خپله لاره پرې وتړي، له ستونزو سره به مخامخ شي .

واشنګټن پوست د امریکا د دفاع وزارت (پنتاګان) د یوه چارواکي له خولې ویلي، چې د اسامه بن لادن تر وژل کېدا او د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د اړیکو تر ترینګلتیا وروسته د پاکستان له لارې د بهرنیو ځواکونو پر اکمالاتي توکو هم ناوړه اغېز کړی دی .

پوځي چارواکي وايي، که څه هم امریکا د منځنۍ اسیا له لارې افغانستان ته د نړیوالو ځواکونو لپاره اکمالاتي توکي رسوي، خو دا جګړه ډېره قیمته ورته تمامېږي .

د امریکا د دفاع وزارت یوه جګپوړي چارواکي ویلي، پوځ غواړي چې د پاکستان اکمالاتي لارې بندې نه شي، ځکه چې اقتصادي او لنډې ورته پرېوځي، خو پنتاګان هم د پاکستان له لارې افغانستان ته د اکمالاتي توکو د لېږد لېواله دی .

ورځپاڼه کاږي، که څه هم افغانستان له ایران سره ګډه پوله لري، او ایران له پاکستان سره ښکاره دښمني کوي، خو د پنتاګان یوه چارواکي ویلي ''موږ دوه غوراوي لري، یا پاکستان او یا منځنۍ اسیا، خو دواړو ته لېواله یو .''

سرچینې دا هم ویلي، ''موږ باید پر یوه اکمالاتي لاره تکیه ونه کړو او بله پرېږدو، بلکې بدیله لاره مو په نظر کې وي . ''

امریکايي پوځي چارواکي وايي، د اکمالاتي لارو د بندېدو په صورت یې بېړنیو لارو ته پآم دی .

Image caption امریکا له افغانستان څخه د راتلونکي کال تر دوبي پورې ۳۳ زره سرتېري وباسي .

ورځپاڼې ویلي، د امریکا دفاع وزارت د هوا له لارې افغانستان ته د اکمالاتي توکو د لېږد کچه ډېره کړې ده، چې په وینا یې دغه هېواد ته ۴۰ سلنه اکمالاتي توکي له منځنۍ اسیا رسول کېږي، چې د روان کال تر پایه به دا شمېره ۷۵٪ ته ورسېږي .

سپنې ماڼۍ ویليو دوی له قزاقستان او ازبکستان او یو شمېر نورو هېوادونو سره افغانستان ته د اضافي اکمالاتو د رسولو د پرېکړې په درشل کې ده .

سپڼه ماڼۍ دا هم غواړي چې له افغانستان څخه د یو شمېر پوځيانو تر وتلو وروسته له دې لارې پوځي توکي ولېږدوي .

ورته مطالب