د غزني د بودايي دورې اثار رغاونه غواړي

لرغونی توکی د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption د غزني د اطلاعاتو او کلتور د رياست چارواكي بيا وايي د اثارو رغاونه د عادي كسانو كار نه دی .

په غزني كې ددريوتاريخي بودايي، اسلامي او تيموري دورو اثار ودانۍ، ابدات، مزارونه، څلي، لوښي، د قبرونو شناختې اونور بېلابېل توكي څو كلونه وړاندې په څو پړاوونو كې د كورنيو اوبهرنيو لرغون پوهانو د څېړونو په ترڅ كې ترلاسه شول او يومهال خو داثار په غزني موزيم كې د خلكو د نندارې لپاره هم ا ېښودل شوي و .

د څېړونكو په وينا، د بودايي دورې ډېر اثار د ايټالوي لرغون پوهانو له لورې لسګونه كاله وړاندې په ۱۳۳۸هــ كې كشف او ترلاسه شوي و .

د ايټالوي لرغون پوهانو د څېړنو په مټ په غزني كې د تپه سردار په غونډۍ كې يو ثابت او غير منقول موزيم هم د مجسمو، ديوالي انځورونو لوښو او نورو خاورينو توكو په شتون سره جوړ شو .

په غزني كې فرهنګيان وايي، كه څه هم په تېرو څو كلنو جګړو كې ددغو اثارو ساتنې ته هم څومره پام نه و شوى او ډېرى خاورينې مجسمې يې ورانې هم شوي .

هغوی وايي خو اوس هم دې اثارو ته پام نه كېږي او د نژدې لسو كلونو په ترڅ كې دا روښانه هم نه شوه چې په غزني كې د بودايي دورې اثار پاتې دي او كنه .

د غزني كلتوري ټولنې غړى سيد محمد يوسف وايي :''غزنى تاريخي ځاى دى . دلته دډول ډول تمدنونو او كلتورونو اثار شته موږ په تپه سردار سيمه كې ډيرې مجسمې درلودي، چې ښه بېلګه يي د خوب په حال كې ۱۵ متري مجسمه وه، د بودايي دورې نور په زرګونو ټوتۍ اثار د شاه بهار په دښته كې چې خلک يې تپه سردار بولې ترلاسه شوي وو، البته بايد ووايم چې هغه اثار چې د جوړېدو امكان يې شته بايد ورباندې كار وشي''

د غزني د كلتوري ټولنو استازي په چارواكو نيوكه كوي چې د بودايي دورې د اثارو جوړول يې له پامه غورځولي او د غزني موزيم هم له اوږدې مودې راهيسې تړلي .

د هغوی په وينا څوك په دې هم نه پوهېږې چې ولې تړلي دي، بېرته دې پرانيستل شي او هغه شمېر مات او ټوټه ټوټه اثار چې دلته شته، د فنې او مسلكي خلكو له خوا ورغول شي، تر څو غزني دي د بېلابېلو تمدنونو او فرهنګونو د اينې په څېر د كورنيو او بهرنيو ګرځندويانو دپام وړ وګرځي .

هغوی وايي كه دلته د ټولو دورو اثار ورغول شي په دې سره به غزني د پخوا په څېر د بودايي او اسلامې دورو د اثارو له موزيمونو څخه برخمن شي .

په غزني كې د سنايي د كلتوري ټولنې غړى غلام جيلاني وايي:''په غزني كې د څو دور اثار شته خو اوس په يو شمېر هغو يې چې په اسلامي او تيموري دورې پورې تړاو لري كار روان دى، خو د بودايي دورې هغه يې لا هم هماغسې ټوټه پراته دي، دا اثار بايد له سره ترميم شي، موزيم چې له څو كالو راهيسې تړلى دى پرانیستل شي . كه دا اثار ورغول شي په دې سره به غزنى د بهرنيو ګرځندويانو لپاره لا د پام وړشي او هم به غزنى لكه د پخوا په څېر يوځل بيا د څو تمدنونو او كلتورونو د هيندارې په شان وځلېږي ''.

خو په عين حال کې د غزني د اطلاعاتو او کلتور د رياست چارواكي بيا وايي د اثارو رغاونه د عادي كسانو كار نه دی .

هغوی وايي كه څه هم اوس په غزني د بودايي دورې ثابت اثار نه شته او ځينې ټوټې چې ددې اثارو شته هغه نازكې او ظرفي دي له مسلكي او فني خلكو پرته ناشونې ده چې جوړ او مرمت شي .

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption د غزني وګړي وايي که دې اثارو ته جدي پام ونه شي، ډېر ژر به له منځه ولاړ شي .

د اطلاعاتو او کلتور ريس حميدالله سروري وايي:''په تېر كې دوه ځله د ايټاليا لرغون پېژاندې ددې اثارو د جوړولو په موخه غزني ته راغلل، د ماتو اثارو پاك كاري يې په دوو پړاوونو كې وكړه . خو وروسته چې امنيت څه ناڅه خراب شو، هغوی هم موزيم وتاړه او د پرانيستلو واک يې موږ نه لرو ''.

سروري زياتوي ''زموږ هڅې روانې دي چې د اثارو جوړولو ته يوه لاره چاره ولټوو او له ټولو اديبانو څخه هيله كوو چې د ۲۰۱۳ كال په وياړ له خپلو هر ډول معنوي مرستو څخه ډډه ونه كړي او موږ هم ژمنه كوو چې په دبرخه كې به دوی سره هر ډول مرستې ونه سپموو''.

په ټوله كې په غزني كې د فرهنګي كړيو استازي په دې باور دي چې كه له تاريخي اثارو سره د چارواكو چال چلند په همدې ډول روان وي، دا وېره شته چې د بودايي دورې اثار به لكه په تپه سردار كې چې د خوب په حال كې ۱۵ مترې مجسمه د طالبانو د واكمنۍ پرمهال له منځه ولاړه، دا نور پاتې شوني به هم د بې غورۍ له کبله له منځه ولاړ شي .

ورته مطالب