دفاع وزارت: د کامدېش ډله ییز برید ته پوځيان لېږو

د ملي اردو سرتېري د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي وسله والو د نورستان پر کامدېش ولسوالۍ ډله ییز بریدونه کړي .

د افغانستان ددفاع وزارت وايي په تېرو دوو اونیو کې د پوځ او وسله والو مخالفینو ترمنځ ګڼې نښتې شوې دي چې پکې ۲۷۶ مخالفین او ۵۹ پوځیان وژل شوي او ۱۰۸ تنه نور ټپیان دي .

ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې په وروستیو کې جګړې د هېواد له جنوبي سیمو ختیځو سیمو ته غځېدلي دي، چې له هغې ډلې اوسمهال د نورستان ولایت پر کامدیش ولسوالۍ هم ډله يیز بریدونه روان دي .

سرچینه دغه راز د ۲۳۷ تنو مخالفینو د نیول کېدو خبره هم کوي .

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وايي د نورستان ولایت پر کامدیش ولسوالۍ د مخالفینو د ډله ایز برید کړی چې اوس مهال د ملي اردو ځواکونو د پولیسو مرستې ته وردانګلي دي او نور اضافي ځواکونه هم هلته په لار دي:

''موږ په دقت سره هغه سیمه تر نظر لاندې نیولې او ټاکل شوې چې نن زموږ ځواکونه هلته پیاوړي شي، یو شمېر ځواکونه په جلال اباد کې تیار دي او سیمې ته د الوتنې انتظار کوي. په سیمه کې پېښه ترینګلې ده، چې جزییات به یې وروسته اعلان کړو.''

ښاغلي عظیمي د افغانستان پر ختیځو ولایتونو د پاکستاني پوځیانو د توغندویزو بریدونو په اړه وايي په دې برخه کې له پاکستاني چارواکو سره له څلور پنځو خواوو خبرې روانې دي، خو پاکستاني پوځيانو لا هم له خپلو بریدونو لاس نه دی اخیستی :

''له څلور پنځو خواوو خبرې روانې دي، د ولسمشر، بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارت له لوري، خو تر دې مهاله کومه داسې څرګنده پایله نه ده ترلاسه شوې، چې دا بریدونه ودرول شي . تېره شپه هم بریدونه شوي . ''

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند وايي افغان امنیتي ځواکونه په ټاکل شویو سیمو کې د امنیتي چارو ترلاسه کولو ته تیار دي او له هغو سیمو چې بهرني ځواکونه ووځي دوی به یې تشه ډکه کړي .

شاته نه تلونکی

جنرال عظیمي وویل دوی د هوايي او زغروالو ځواکونو د کمښت او نیمګړتیاوو له ستونزې سره مخامخ دي، خو زیاتوي چې له دې ټولو ستونزو سره سره د واک لېږدونې بهیر شاته نه تلونکی دی:

د انځور حقوق AFP
Image caption ټاکل شوې چې د افغانستان په اوو سيمو کې به بهر نيو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته د مسؤوليت د لېږد بهير د چنګاښ/سرطان پر ٢٣مه پيل شي .

''له ټاکلو شویو سیمو څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره په عین وخت کې داسې لازم تدبیرونه نیول شوي، چې د بهرنیو ځواکونو تشه به د ملي پوځ په وسیلې سره ډکېږي . د افغانستان ملي اردو د دغه شاته نه تلونکي بهیر لپاره بشپړه تیاری لري .''

ټاکل شوې چې د افغانستان په اوو سيمو کې به بهر نيو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته د مسؤوليت د لېږد بهير د چنګاښ/سرطان پر ٢٣مه پيل شي .

ورته مطالب