په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کاناډا له سفیر سره ځانګړې مرکه

Image caption ویلیم کریسبي: '' په افغانستان کې د کاناډا اوسنی ماموريت په ۲۰۰۸ کال کې زموږ په پارلمان کې تصويب شو. د دغې پرېکړې په يوه برخه کې پارلمان وويل چې موږ بايد تر ميلادي ۲۰۱۱ کال پورې په افغانستان کې خپل پوځي ماموريت ختم کړو، خو زموږ ۱۰۰۰ پوځي روزونکي به افغان ځواکونو ته پوځي روزنه ورکوي.''

له تیرو څو اونیو راهیسې له افغانستان نه د کاناډایي ځواکونو وتل پیل شوی او په پام کې ده چې د راروانو څو اونیو دننه شاوخوا ټول ۲۵۰۰ کاناډایي سرتسری چې په کندهار کې میشت دي بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

خو ایا هغه هدفونه چې کاناډا یې په لټه کې افغانستان ته ورغلې وه تر لاسه شوي که څنګه؟ او ولې کاناډا له افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ویستو په تړاو د لزبون په کنفرانس کې د ناټو له لورې د مخې ته شوي مهال ویش خلاف جلا او ګوښې تګلاره خپله کړې؟

په کابل کې د کاناډا سفیر ویلیم کریسبي زموږ له همکار خپلواک ساپي سره د ځانګړې مرکې په سر کې همدې پوښتنې ته ځواب وایي او دغه تصمیم د کاناډا د پارلمان پریکړه بولي.