ستاسې غږ: د شتمنيو د ثبت ونډه د فساد په مخنيوي کې

فساد

د شفافيت نړيوالې ادارې وايي ناقانونه شتمني بې عدالتي زېږوي او د عدالت نشتوالى ټولنيز کړکېچ ته لارپرانيزي

يو ځل بيا له هغو کسانو چې په کابل او ولايتونو کې قانوني واک چلوي، غوښتل شوي چې د خپلو شتمنيو اندازه او سرچينه وښيي.

دا ټول پنځه زره کسان دي، چې نژدې درېيمه برخه يې په کابل او پاتې يې په ولايتونو پورې اړه مومي.

له ولسمشر او مرستيالانو نه يې نيولې تر واليانو او قاضيانو پورې کسان په دې ډله کې راځي، چې نيمو يې لا – د بهير د سمبالوونکو په وينا- تر اوسه غاړه نده ايښې.

د شتمنيو د ثبت بهير چې کلونه وړاندې بايد بشپړ شوى وى، تر اوسه دوه ځله پيل او پرې شوى دى. خو دا ځل له اداري فساد سره د مبارزې ادارې نوي مشران وايي چې ژمن دي او هرومرو به يې بشپړوي.

د واکمنو او دولتي مشرانو د شتمنيو ناڅاپي ډېرېدو پر اداره د خلکو باور کلک زيانمن کړى دى. د شفافيت نړيوالې ادارې وايي ناقانونه شتمني بې عدالتي زېږوي او د عدالت نشتوالى ټولنيز کړکېچ ته لارپرانيزي.

خو آيا د شتمنيو د ثبت پيل شوى بهير څومره بريالى دى او د هغو زورواکو د کابو کولو لارې څه دي چې يا د خپلې شتمنۍ معلومات نه ورکوي او يا يې نا سم ورکوي؟

خپل نظر راسره د پنجشنبې پر ماښام ستاسې غږ خپرونه کې شريک کړئ او دې شمېرې ته زنگ راووهئ:00442078360331

پر گرځنده ټېلېفون د لنډ پيغام د راستولو شمېره ده: 00447786208888

که لنډ ليکلى متن راستوئ نو د برېښنا ليک پته داده: pashto@bbc.co.uk
د فساد په مخنيوي کې د شتمنيو د ثبت ونډه دا پنجشنبه ماښام "ستاسې غږ" خپرونه کې.

برېښنا ليکونه: د شتمنيو د ثبت ونډه د فساد په مخنيوي کې:

محمد شاه فضل يار له خوست نه:

ډېری برحال لوړ پوړي دولتي چارواکي په بهرنيو هيوادونو کې کورونه او شتمنۍ او بانکي حسابونه لري، په افغاني بانکونو کې دومره څه نلري نو که چېرې د دوى شتمني ثبت هم شي، فکر نه کوم چې دې مسئلې ته دې د حل لاره پيداشوې وي.

ولي الرحمان الهام له خوست نه:

پخواني جنگسالاران چې په جبر يې شته ټول کړي، د نن ورځې قانوني واکمن شوي دي، نو دوى غواړي چې دا هرڅه يې له لاسه ووځي؟

شريف الله شرافت د کونړ له اسد آباد نه:

د اداري فساد سرچينې دولتي چارواكي دي، بايد شكمن چارواكي د خپلو شتمنيو حساب وركړي.

شفيق الله له جلال آباد نه:

زما په نظر که هر څومره شتمني ثبت شي، بیا هم د فساد مخنیوی نشي کولای، ځکه چې څوک په فساد اخته وي هغوی ته ډیرې لارې او چلونه زده دي. نور جایداد چې اخلي د بل چا په نامه او یا د خپلې ښځې په نامه یې اخلي ( قاضي چې خپله غل شي نو فیصله به په چا وکړې!)

ډاکټر حميدالله حبيبي له جلال آباد نه:

زما په اند په افغانستان کې دا او دې ته ورته نورې ډیرې خبرې هسې آوازې او رسنیز تبلیغات دي. افغانستان چې څه باندې درې لسیزو جنګ ځپلى اوسمهال هم ورکې زورواکي او ټوپک سالاران حاکم دي. کله چې دا ټوپک سالاري نه وي ختمه شوي او پر ځای يې ولسواک نظام نه وي راغلي، دا او دې ته ورته نور قوانین به یوازې او یوازې د کاغذ پر مخ پاتې وي او هیڅ عملي بڼه به غوره نه کړي.

بزگر له کابله:

سوال مې دادى چې کوم ارګان به په دې حکومت کې دا دنده ولري چه متخلفین د قانون منګولو ته معرفي کړي؟ په موجوده حکومت کې داسې اداره نشته چې بډې دې وانخلي!

عمر عمران له کويټ نه:

زما په اند د شتمنيو ثبتول به له اداري فساد نه د چارواكو په اړولو کې كومې مثبتې پايلې ونلري، ځكه وايي غل چي غلا كوي لارې ورته سل ګوري.

امان له کابل نه:

افغانستان كي يو هم ميليونر نه و، دا اوسني غله ميليونران څوك د نداف زامن دي او څوك د چا او چا... دوى ټولو د ملت وينې څښلې دي.

رفيع الله غورځنگ له کندهار نه:

كه د شتمنيو د ثبت او شفافيت لړۍ پيل سي د اداري فساد لمن به هم تر ډېره ټوله سي. كه چيري زورواكي د خپلو شتمنيو په اړه د شفافيت نړيوالې ادارې ته تفصيل او معلومات نه وركوي، هغوي بايد سخت مجازات سي. قانون بايد پر ټولو عملې سي، كه هغه زورواكې وي او كه ټيټ پوړي چارواكى يا عام وگړى.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .