نشته

هلمند
Image caption د تېر جون پر ۲۹ مه هم د ناټو بمبارۍ په هلمند کې ۱۴ ولسي وګړي ووژل .

د برتانیا دفاع وزارت منلې، چې په هلمند کې د طالبانو پریوه قومندان د برتانوي ځواکونو په بمبارۍ کې څلور ولسي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي .

سرچینې ویلي، دغه افغانان هغه مهال ووژل شول او ټپیان شول، چې د برتانیا د شاهي هوايي ځواک اړوندې یوې بې پیلوټه الوتکې د طالبانو د یوه قومندان د وژلو په موخه هوايي برید وکړ .

دفاع وزارت زیاتوي، په ګارډین ورځپاڼه کې د چهارشنبې ورځې هغه راپور تایید کړی چې په کې د څلورو ولسي افغانانو د وژل کېدو خبره رادبره شوې ده .

د برتانیا دفاع وزارت ویلي ''د تېر مارچ پر ۲۵مه د برتانیا هوايي ځواکونو دوې ډاټسنې په نښه کړې .''

سرچینه زیاتوي: ''په خواشينۍ سره، خلور افغانان په برید کې ووژل شول او دوه نور ټپیان شول .''

دوی وايي چې په برید کې دوه جنګیالي هم ووژل شول .

د ویلو ده چې د هلمند د مرکز لښکرګاه امنيتي چارې نژدې درې اوونۍ وړاندې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې .

د تېرې جون پر ۲۹مه هم ناټو ځواکونو په هلمند کې ۱۴ ولسي وګړي ووژل .

بل خوا، د تېرې سې شنبې پر شپه د افغانستان په ختيځ ولایت ننګرهار کې د ایتلافي او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې لږترلږه څلور تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي .

Image caption په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په بمباریو کې د ولسي وګړو د وژل کېدو موضوع سختې اندېښنې راپورته کړې دي .

پېښه د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې شوې .

د شېرزادو ولسوال اصیل خوګياڼی وايي، ایتلافي ځواکونو څلور کسان له ځانه سره بېولي دي .

نوموړی زیاتوي، تر دې دمه لامالومه نه ده چې وژل شوي او بېول شوي ولسي وګړي دي او که وسله وال طالبان .

د پېښې په اړه پلټنه پیل شوې .

د ننګرهار د شېرزادو اوسيدونکي بيا وايي چې وژل شوي او نيول شوي له يوې مخې ولسي وګړي دي .

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي ، دارنګه تر دې د مه ايتلاف ځواکونو هم خپل غبرګون نه دى