خوست کې د ناټو بمبار ۱۳ کسه وژلي

خوست د انځور حقوق none
Image caption ځايي چارواکي وايي په وژل شويو کې ماشومان او ښځې هم دي.

د افغانستان په ختيځ کې چارواکي وايي چې د ناټو ځواکونو په هوايي بمبار کې ۱۳ کسه وژل شوي دي. د ناټو ځواکونو له لوري د دغه هوايي بريد په غبرګون کې په سلګونو ځايي خلکو د دوه مندو په ولسوالۍ کې د کابل – خوست لويه لار د څه وخت لپاره تړلې وه.

دوی د امريکايي هوايي عملياتو پر ضد شعارونه ورکول او له افغان حکومت نه يې غوښتنه کوله چې د پېښې عاملين محاکمه کړي.

ځايي اوسېدونکي وايي بريد د هغه کس په کورنۍ شوی چې دغلته يې په ځنګلي سيمه کې ګوښې جونګړه درلود او د شاتو د مچيو او څارويو کاروبار يې کاوه.

سيمه وال وايي په وژل شويو کې اته ماشومان، درې ښځې او دوه سړي شامل دي چې ټول ۱۳ کسه کېږي.

د خوست والي په بريد کې د ۱۳ کسانو وژل کېدل تاييدوي، خو وايي د پېښې د څرنګوالي او دا چې په کره ډول وژل شوي څوک دي، د معلومولو لپاره يې سيمې ته يو پلاوی استولی دی.

خو د خوست امنيه قومندان بيا وايي چې د ملکيانو ترڅنګ په بريد کې څلور وسله وال طالبان هم وژل شوي چې د ده په خبره يو يې د حقاني شبکې قومندان دی.

طالبانو رسنيو ته ويلي چې د ناټو له لوري په خوست کې شوې بمبارۍ ۱۵ ملکيان وژلي او د دوی هېڅ ملګری په کې نه دی وژل شوی.

دوه مندې ولسوالي د خوست د هغو ولسواليو په کتار کې ده چې د وسله والو مخالفينو فعاليتونه په کې ډېر تر سترګو کېږي.

که چېرته ثابته شي چې وژل شوي ملکيان دي دا به د افغان ولسمشر حامد کرزي له هغه خبرداري وروسته چې ويلي وو د ناټو د هوايي بمبار دوام د افغانستان د نيواک مانا لري، پر ملکيانو د ناټو لومړنی هوايي ګوزار وي.

د ملکيانو د وژنې موضوع د افغان ولسمشر او لوېديځ ترمنځ څو، څو ځله اړيکې ترېنګلې کړي او په دې تړاو د ښاغلي کرزي بيا بيا غوښتو تر يوه بريده پايلې هم لرلي دي.

ورته مطالب