پر پوله د کړکېچ ختمولو په نيت پاکستان ته پلاوی تللی

Image caption کابل توپ ته د توپ د ځواب پر ځای خبرې او تفاهم د لانجې د غوڅولو اغیزمنه لار بولي.

په کابل کې چارواکي وایي د افغان امنیتي ځواکونو او ناټو یو ګډ پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته ورغلی دی.

دوی د افغانستان په ختیځ کې پولې ته پر ورڅیرمه سیمو د پاکستاني پوځیانو له لورې د توغندیو د بریدونو له اړخه رامینځ ته شوی اختلاف د کیدونکو خبرو مهم ټکی بولي.

د دې په څنګ کې پر پوله د اورپکو د خوځښتونو مخنیوی او په دې برخه کې د درې اړخیزې همکارۍ پراختیا هم د خبرو مهمه برخه یادیږي.

د افغانستان په ختیځ کې پولې ته پر ورڅیرمه سیمو په وروستۍ څه باندې یوه میاشت کې د پاکستان له خاورې په پرله پسې توګه د توغندیو د ویشتل کیدو ادعا په کابل کې د چارواکو لپاره د یوې حساسې سیاسي موضوع رنګ اخیستی دی.

په دې کې پر چارواکو لویه ولسي نیوکه د پریکنده غبرګون په ښودو کې پاتې راتلل یادیږي. خو کابل توپ ته د توپ د ځواب پر ځای خبرې او تفاهم له دې اړخه د پیښې لانجې د غوڅولو اغیزمنه لار بولي.

پر همدې موضوع د خبرو لپاره اسلام اباد ته د افغانستان د درې ګونو امنیتي ارګانونو له استازو د جوړ پلاوي استول او په دغه پلاوي کې د ناټو ایساف د استازو موجودیت د همدغه دریځ په تړاو د کابل د هڅو په لړ کې یو بل تازه ګام دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ختیځو سرحدي سیمو د توغندیو د ویشتل کیدو روانه لانجه په اسلام اباد کې د کیدونکو خبرو د سر سر ټکی دی.

د وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي د ولسمشر کرزي په لارښوونه لیږل شوی دغه پلاوی به له پاکستاني چارواکو، د افغانستان په خاوره د توغندیو د ویشتو سمدستي بندیدل وغواړي.

(( له شک پرته به د افغانستان پر خاوره د پاکستان له لورې د توغندیو د ویشتل کیدو موضوع د کیدونکو خبرو په سر کې وي. دا د افغان حکومت لپاره ډيره مهمه موضوع ده.

موږ وړاندې هم څو ځله ورته غوښتنه کړې او اوس مو هم ټینګار دا دی چې دغه بریدونه باید سمدستي ودرول شي. د دې تر څنګه به د پولې د کنټرول لپاره د افغانستان ، پاکستان او ناټو تر مینځه د درې اوخیزې همکارۍ پراختیا هم د خبرو مهمه برخه وي.))

تر دې وړاندې ولسمشر کرزی پر دغه لانجه څو ځله پخپله هم د تلفون له لارې له پاکستاني مشرانو سره غږیدلی خو ظاهرا داسې بریښي چې ستونزه لا دوام لري.

د افغان امنیتي ادارو له لورې د ورکړل شویو رپوټونو له مخې په تیره څه باندې یوه میاشت کې د کونړ او ننګرهار ولایت په سرحدي سیمو له ۵۰۰ زیات توغندي ویشتل شوي چې په دې کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۵۰ ملکي افغانان وژل شوي.

بل خوا د پاکستان سیاسي مشرانو هم په بیا بیا د خبرو له لارې د لانجې اوارولو ته لیوالتیا ښودلې او وایي د افغانستان له لورې د مخې ته شوی ادعا په اړه به پلټنې وکړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ډیورنډ پر کرښه د اورپکو اوښتل راوښتل د دواړو هیوادونو لپاره سرخوږی جوړ شوی.

خو د دغه هیواد پوځي سرچینې بیا تور لګوي چې له باجوړ اجنسۍ او ملکنډ ډیوژن نه تښتیدلي اورپکي د افغانستان په همدغو سرحدي سیمو کې له سره په ټولیدو دي او له هغه ځایه د پاکستان په سرحدي پوستو بریدونه کوي.

دغه چارواکي دا هم وایي چې کیدی شي د دغو بریدونو په ځواب کې ځینې ویشتل شوي توغندي د افغانستان خاورې ته اوښتي وي خو وایي دا کوم قصدي کار نه دی.

له لویه سره د ډیورنډ پر کرښه د بریدونو لپاره د اورپکو اوښتل راوښتل د دواړو هیوادونو لپاره يو لوی سرخوږاوی جوړ شوی.

له همدې اړخه د کابل او ان د ناټو همیشنۍ ادعا داچې اورپکي د پولې بلې غاړې ته خوندي مرکزونه لري او له هغه ځایه پر افغان او بهرنیو ځواکونو بریدونه سمبالوي.

د وزیریستا پر قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو تر شا همدغه دلیل پروت دی.

خو څه موده کیږي چې پاکستان هم ورته د تورونو لګولو ته مخه کړې او د افغانستا په ختیځو سرحدي سیمو د توغندیو د بریدونو لپاره په دغو سیمو کې د تښتیدلو پاکستاني طالبانو د راټولیدو دلیل مخې ته کوي.

ورته مطالب