م م: افغانستان د مېندوارو لپاره خطرناک ځای دی

میندواره ښځه
Image caption په افغانستان کې يوازې ٢٤ په سلو کې ښځې د قابلو په مرسته ماشومان زيږوي.

ملگرو ملتونو افغانستان د نړۍ په کچه د ميندوارو ميندو لپاره خطرناک ځای بللى دى او ويلي يې دي چې هره ورځ په دغه هيواد کې له ١١ څخه يوه ښځه د ميندوارۍ د اخطلاتاتو له کبله مړه کېږي.

په نړيواله کچه د قابلو د حالت له راپور سره همهاله ملګرو ملتونو له افغان حکومت څخه غوښتي چې د مور او ماشوم د مړينې د کچې د ښکته کولو په موخه د قابلو د روزنې ښوونيز مرکزونه جوړ کړي.

بله غاړه د افغانستان د روغتيا وزارت وايي چې په دغه هيواد کې ٢٤ په سلو کې ښځې د قابلو په مرسته ماشومان زيږوي.

دغه راپور د افغانستان په گډون د نړۍ په ۵۸ هيوادونو کې د قابلو د حالت کيسه کوي.

راپور پر دې انديښنه په ډاگه کړې ده چې په افغانستان کې هره ورځ له ١١ ميندوارو ميندو څخه يوه يې تر زيږون مخکې د ميندوارۍ د ناروغيو له کبله مري.

د راپور په وينا د قابلو روزل د ميندوارو ميندو او نويو زيږيدلو ماشومانو د مړينې د کمښت بنسټيز ټکى بلل شوى دى.

د ملگرو ملتونو د وگړو يا نفوس د څانگې مشر هري اوکمن له افغان حکومت نه وغوښتل چې د ميندوارو ميندو د مړينې د کچې د ښکته کولو په موخه د قابلو د روزلو مرکزونه ډير کړي.

(( څه راز کارونه بايد تر سره شي،دا ښې سريزې دي چې حکومت يې بايد ترسره کړي،د بيلگې په ډول د نړيوالو بنسټونو په مرسته بايد د نرس قابلو د روزنې مرکزونه جوړ شي چې د نرس قابلو شمير ورسره ډير شي،په دې توگه کيدى شي چې په افغانستان کې د ميندو د مړينې کچه ښکته راشي.))

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت هم د راپور شميرې مني، خو وايي په وروستيو دريو کلونو کې په دې برخه کې ځينې پرمختگونه هم شوي دي.

د افغانستان د روغتيا وزارت سرپرسته سريا دليل وايي چې اوسمهال ٢٤ په سلو کې ښځې د قابلو په مرسته ماشومان زيږوي او دا کچه درې کاله وړاندې ۱۹ په سلو کې وه.

خو اغلې دليل وويل چې په دغه هيواد کې نورو دريو زرو قابلو ته اړتيا ليدل کيږي چې وکړی شي د هېواد په ډېرو برخو کې د زيږون پر مهال د مېندو لاس نيوی وکړي:

((موږ پوهيږو چې په دغه هيواد کې د قابلو شمير کافي نه دي، اوسمهال دوه زره او اته سوه قابلې د روغتيا وزارت په جوړښت کې کار کوي البته په ټولو څلور ديرشو ولايتونو کې.

خو دا چې پنځه نوي په سلو کې زيږونونه د قابلو په مرسته تر سره شي موږ لږ تر لږه له دوه نيم زرو نه تر دريو زرو نورو قابلو ته اړتيا لرو.))

د قابلو نشتوالی او لږوالی په افغانستان کې د يوې سترې روغتيايي ستونزې بڼه لري، اوسمهال له دوو زرو ډيرو قابلو روزنه ليدلې ده.

خو سيمه ييز خلک وايي چې دغه قابلې په ډيرو سيمو او په ځانگړې توگه ناامنو سيمو کې بيرته پر کورنو ناستې دي او خپلې دندې يې پريښې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان نژدې ديرش په سلو کې روغتونونه ښځينه ډاکټرانې او روغتيا پالې نه لري.

ورته مطالب