افغان معیوبین: زموږ غم دې وخوړل شي

افغان معیوبین د انځور حقوق BBCPashto.com

د معيوبينو له پاره د كورونو د ځمكو د وېش په ترڅ كې څو كاله وړاندې په غزني كې شاوخوا ۳۰۰ كورنيو د مهاجرينو په مېنو كې د كورنو د جوړولو په مقصد ځمكې ووېشل شوي .

خو لاهم په غزني كې گڼ شمېر معيوبين دډول ډول ستونزو د شتون د بيانولو تر څنګ وايي، له اوږدې مودې راهيسي يې په غزني كې د كار اوټولنيزچارو رياست ته د كورونو د نومرو په خاطر عريضې وركړي، خو لا نه دي توانېدلي چې نومرې ترلاسه كړي .

دوی وايي، په تېرو څو كلونو كې يوشمېر معيوبينو ته د مهاجرينو په رياست كې د كورونو نومرې ووېشل شوي، خو ډېر معيوبين لا هم پاتې دي .

هغوي وايي په دې پرخه كې د كار او ټولنيزو چارو رياست دې ددوی غمه وخوري .

د اندړو ولسوالۍ يو اوسېدونكى غلام محمد وايې: ''په ۶۰م كال كې چې هغه وخت دلته روسان راغلي و، زه ماشوم وم، مجاهدينو هغو ته په لاره كې ماين اېښى و . زموږ موټر پرې وربرابرشوو، زما دواړه پښې ماتې شوې بيا وروسته پرې شوې، اوس نو داده ته مې وينې چې له كاره لوېدلى يم، په پلاستيكې پښو ګرځم، د مهاجرينو رياست دا كتابچه راكړې، او څلور كاله مي وشوه چې داپيسې اخلم، خو كه ځمكه را نه كړه شوه نو بيا داسې وبوله چې ژوند مې تبا ه شو، په تير وخت يي يوشمېر معيوبينو ته نمرې وركړې خو موږ ته چا نومره رانه كړه اوس مو له چارواكو هيله داده چې راسره مرسته وكړي او دكور له پاره ځمكه راكړي.''

دې ته ورته ستونزه د غزني د واغظ ولسوالۍ اوسېدونكي برات خان هم بيانوي او وايې دسرپناه ستونزه يې ډير ځوروي .

پخوا دولت يوشمېر كسانو ته دكورونو نومرې وېشلې، خو موږ ته چا كومه نومره رانه كړه هغه وايي زما د ځان غم راسره نشته خو غم دا دى په راتلونكي كې به مې اولادونه هم لكه ما سرګردانه او لالهانده وي .

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption په غزني كې نژدې ۲۰۰۰۰ معيبوين شته چې یوازې ۵۰۰۰ یې ثبت او راجستر شوي .

نوموړی وايي موږ ته چې اوس كوم څه ددولت له خوا راكول كېږي هغه هم ډېر لږ څه دي، او بسنه نه كوي، نوځكه له مجبوريته اوس سوال كولو ته اړ شوي يم، چې په دغه كار ډېر ځورېږم :

''دواړه پښې مې شلې دي، دكار وړ نه يم په كرايه كور كې ژوند كوم . په كې شپږ سره عيال يو، ددولت له خوا چندانې مرسته راسره نه د ه شوي . يوه كتابچه د مهاجرينو لرم، تمه مې شته دوی وايي چې هغه امتياز چې راكوي او س د كال شل زره افغانۍ شوى، خو كه رښتيا ووايم نو شل زره هم هېڅ شى نه دي، او دا هم درته ووايم چې د كور كرايه به يې كړم، خو بيا به نورشيان څه كوم، تر ټولو لويه غوښتنه مې د ځمكې ده، غواړم چې ځمكه راته راكړې او كه مې دا ارمان پوره شو، نو ډېر خوند به وكړي، ځمكه په دې خاطر غواړم چې اولادونه مې له سرګردانۍ خلاص شي.''

په عين حال كې د غزني د كار او ټولنيزو چارو رياست چارواكي بيا وايي، دوی په تېرو څو كلونو نژدې ۳۰۰ معيوبينو او د شهيدانو كورنيو ته د مهاجرينو په مېنه كې ځمكې ووېشلې، اونورو ته هم د امكاناتو دپيدا كېدو په لټه كې دي.

د كار او ټولنيزو چارو د رياست مرستيال نصرالله سياسي وايي:''له نېكه مرغه سږ كال هغه كوم امتيازات چې ددوی لپاره ددولت له لوري وركول كېږي په كې زياتوالى راغلى او موږ په خپل وخت يې ورته رسولي . د ثبت لړۍ اوس هم دوام لري. يوازې سږ كال يې د ۱۰۰ په شاوخوا كې نوي معيوبين او د شهيدانو ورثه ثبت كړي چې ډېر ژر به يې له امتيازاتو څخه برخمن شي .''

د انځور حقوق BBCpashto.com
Image caption برات خان:''له مجبوريته اوس سوال كولو ته اړ شوي يم، چې په دغه كار ډېر ځورېږم .''

سياسي زیاتوي:''زموږ هڅې روانې دي، خو په دې برخه كې وزارت دومره ډېر څه نه ترسره كوي .''

د معلوماتو له مخې، په غزني كې نژدې شل زره معيبوين شته چې د كار او ټولنيزو چارو له رياست يې تر دې مهاله ۵۰۰۰ ثبت او راجستر شوي، چې ډېرى يې ويل كېږي په سختو او له كړاوه ډكو حالاتو كې ژوند كوي .