پاکستان ته د افغانستان د سوداګرۍ د خونو خبرداری

تورخم
Image caption د ورکړل شویو شمېرو له مخې افغانستان ته له ۳۵ تر ۴۰ سلنه د هېواد سوداګریز توکي د پاکستان له لارې راوړل کېږي .

افغان سوداګر وايي، چې له پاکستان سره د دوی د ترانیزیتي ستونزې د نه هوارې په حالت کې به يي لومړنی غبرګون د هغه هېواد د سوداګرو په مخ د تورخم د لارې بندول وي .

د سوداګرۍ د خونې مرستیال خان جان الکوزي په خبري غونډه کې وویل، چې ترانزيتي ستونزه یوازې په سوداګرو نه، بلکې د افغانستان په ټول اقتصاد ناوړه اغېزه کوي .

اوس مهال د پاکستان په خاروه کې د افغان سوداګرو ۵ زره سوداګریز کانټینرونه بند پاتې دي .

خان جان الکوزي ګواښنه وکړه، که پاکستان د ترانزیټي ستونزې د هواري په برخه کې اقدام ونه کړي، نو دوی به د خلکو په مرسته د هغوی د سوداګرو پر مخ د تورخم لاره بنده کړي :

''ټول افغان سوداګر ، چې واردات او صادارت کوي، تر هغې، چې دغه ستونزه نه وي هواره شوي، د پاکستان بندرونه به نه کاروي. اوس هم موږ د هغوی بندرونه نه کاروو، موږ بالمثل عمل کوو . که مجبور شو او دولت دغه کار ونه کړي، نو د افغانستان د خلکو په همکارۍ به موږ ټول به د تورخم په سړکونو کښېنو او د پاکستان موټر نه پرېږدو .''

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د 'اپټا' په نوم ترانزيټي تړون یوه میاشت مخکې لاسلیک شو ، چې دواړو هېوادونو ویلي و، چې د روان میلادي کال د جون په میاشت کې به پلی کېږي .

سیاسي ګټه

افغان سوداګر اندېښنه ښيي، چې پاکستان د دغه تړون په نه پلي کېدو سره غواړي، چې د افغانستان له اقتصادي اړیکو سیاسي ګټه پورته کړي .

ښاغلی الکوزی د ترانزیټي ستونزو د هواری لپاره ، افغان حکومت ته یو لړ وړاندېزونه وکړل ، چې په سر کې يي د ترانزیتي ستونز د هواری لپاره يي پاکستان ته د پلاوي استول راغلي دي .

خو افغان حکومت تل ویلی ، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ موجودې ترانزیتي ستونزې د خبرو اترو له لارې هواروي .

د افغان ولسمشر ویاند وحید عمر وايي ،چې ولسمشر کرزی به د سوداګری وزارت ته دنده وسپاري ، چې په پاکستان کې د افغان سوداګرو ستونزې وڅېړي او هوارې کړي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګری وزارتونو ترمنځ سوداګریز او ترانزیتي تړون تېرکال لاسلیک شو ، چې په یوشمېر مادو کې يي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځینو اختلافونو له امله دغه تړون عملي نشو .

له دغو اختلافونو څخه یو هم د پاکستان خاوره کې د افغان سوداګرو لخوا د سوداګریزو توکو د لېږد پرمهال مالي ضمانت و .

Image caption افغان سوداګر اندېښنه ښيي، چې پاکستان د تړون په نه پلي کېدو سره غواړي، چې د افغانستان له اقتصادي اړیکو سیاسي ګټه پورته کړي .

تر هغې وروسته ، چې افغان حکومت پریادې ستونزې غور وکړ ، نو له پاکستاني چارواکو سره يي د یادې ستونزې د هوارې لپاره خبرې وکړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له مذاکرو وروسته یوه میاشت مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګری او ترانزیت بیا ارزول شوی تړون لاسلیک شو .

د یاد تړون له مخې افغان سوداګر کوی شي ، چې د پاکستان له بندرونو څخه خپل سوداګریز توکي صادر کړي او پاکستاني سوداګر هم د منځنۍ اسیا هېوادونو ته خپل سوداګریز توکي ورسوي .

د ورکړل شویو شمېرو له مخې افغانستان ته له ۳۵ تر ۴۰ سلنه د هېواد سوداګریز توکي د پاکستان له لارې راوړل کېږي .

ورته مطالب