لیون پنیتا: د القاعدې ستراتيژيکه ماتې رانژدې شوې

ښاغلی پنیتا
Image caption دا د جولای له لومړۍ نېټې راهیسې د امریکا د دفاع وزیر په توګه افغانستان ته د ښاغلي پنیتا لومړی سفر دی .

د امریکا ددفاع نوی وزیر لیون پنیتا په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته تللی دی.

په پام کې ده چې ښاغلی پنیتا د افغانستان له ولسمشر او یو شمېر نورو افغان چارواکيو سره د امنيتي چارو د لېږد او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر موضوع ګانو خبرې وکړي.

ښاغلي پنیتا ویلي، د القاعدې ستراتيژيکه ماتې په نژدې کېدو ده چې د اسامه بن لادن تر وژل کېدا وروسته امریکا په ټوله نړۍ کې د القاعدې له ۲۰ جګپوړيو غړيو د لسو څرک لګولی دی.

لیون پنیتا د روان جولای پر لومړۍ نېټه د مخکني دفاع وزیر رابرټ ګېټس ځایناستی شو، چې ترې مخکې د سي آی اې مشر و.

افغانستان ته تر تلو وړاندې ښاغلي پنیتا ویلي، چې اوس د القاعدې او ترهګرو ډلو د ماتې وخت رارسېدلی دی.

د سي آی اې دغه مخکني مشر د تېرې مۍ پر دویمه د اسامه بن لادن تر وژل کېدا وروسته ویلي وو، چې ۱۰ تر ۲۰ جګپوړي غړي پاکستان، یمن، سومالیا او شمالي افریقا کې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلی پنیتا پر داسې ورځ افغانستان ته سفر کوي، چې پنجشیر دره کې د افغانستان د ملي امنیت یوه ساتونکي دوه امریکايي پوځيان په ډزو ووژل او یو بل یې ټپي کړ .

نوموړي ویلي وو، چې په دغو هېوادونو کې به د القاعدې شبکې د جګپوړو غړو د له منځه وړلو لپاره پوره هڅې وکړي.

د القاعدې د نوي مشر ایمن الظواهري په اړه پنیتا ویلي وو، چې په غالب ګمان هغه د پاکستان په قبايلي غرنیو سیمو کې پټ دی.

ښاغلی پنیتا پر داسې ورځ افغانستان ته سفر کوي، چې پنجشیر دره کې د افغانستان د ملي امنیت یوه ساتونکي دوه امریکايي پوځيان په ډزو ووژل او یو بل یې ټپي کړ.

د پنتاګان چارواکي په دې اند دي چې افغانستان کې د القاعدې ډلې د غړو شمېر تر ۱۰۰ راټيټ شوی دی.

ورته مطالب