''افغانستان کې ۲۶ نیم میلیون وګړي اوسېږي''

افغانستان
Image caption هغه زیاته کړه اوس مهال د افغانستان نژدې ۷۷٪ اوسېدونکي په کلیو او پاتې شاوخوا ۳۳ سلنه په ښارونو کې ژوند کوي.

د افغانستان د سرشمېرنې مرکزي اداره اټکل کوي چې په افغانستان کې شاوخوا شپږویشت نیم میلیونه وګړي ژوند کوي.

دا د هغو کور په کور او آزمایښتي سرشمېرنو پایله ده چې له تېرو څلورو کلونو مخکې د افغانستان په ۹۸ سلنه برخه کې تر سره شوې وې.

ددغې ادارې د معلوماتو له مخې، په لومړنۍ سرشمېرنې کې چې شاوخوا ۳۰ کاله وړاندي شوې وه، د وګړو شمېر شاوخوا څوارلس نیم میلیونه وو خو وایي اوسنۍ شمېره د پخوانۍ هغې دوه برابره زیاتوالی ښیي.

د احصایې مرکزي اداره وایې د یوې بشپړې او کره سرشمېرنې لپاره یې لومړنی چمتووالی پیل کړی او د امنیت د ښه والي په صورت کې به په ټول هېواد کې دا شمېره و ارزوي.

په افغانستان کې د وګړو کره شمېره هغه څه دي چې له کلونو کلونو راهیسې په منظمه او بشپړه توګه نه دې راوتلي.

په دې هېواد کې شمېرې تر ډیره د اټکل له مخې ښودل کیږي ځکه د افغانستان حالاتو ته په کتو د ټولو ولایتونو ، ولسوالیو او کلیو او بانډو سرشمیرنه له امکانه وتلې خبره ښکاري.

په افغانستان کې لومړنۍ سرشمېرنه په ۱۹۷۹ میلادي کال کې شوې چې هغه هم د چارواکو په خبره د بېلابېلو ستونزو له کبله بشپړه نه وه.

د هغې سرشمېرنې رسمي پایلې د افغانستان نفوس ۱۴ میلیونه او ۶۰۰ زره ښودلی وو، خو د افغانستان د احصایې مرکزي اداره وایې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې دوی دوه ځلې د افغانستان د کورونو شمېره اخیستې او هم یې یوه بله آزمایښتي سرشمیرنه کړي چې د ټولو په پایله کې د افغانستان اوسنی نفوس شاوخوا ۲۶ نیم میلیونه وګړي اټکل شوي.

ددغې ادارې مشر عبدالرحمن غفوري وایې دا نوې شمیره د لومړنۍ هغې نژدې دوه برابره ډیروالی ښیي:

''تقریباً زموږ اټکل ۲۶نیم میلیون دی، مخکې نژدې ۱۴نیم میلیون و، دواړه ددوه برابرو په پرتله لږ توپیر لري، تقریباً ټول نفوس دوو برابرو ته نژدې شوی. د افغانستان د هغه وخت د نفوس پرتله تقریباً نیمايي ډېر شوی دی.''

ښاغلی غفوري وایې ددوی تازه معلوماتو ښودلې چې د اوسني شاوخوا شپږ ویشت نیم میلیون وګړو څخه ۱۳ میلیونه او شپږ سوه زره یې نارینه نژدې ۱۲ میلیونه ښځې دي.

هغه زیاته کړه اوس مهال د افغانستان نژدې ۷۷٪ اوسېدونکي په کلیو او پاتې شاوخوا ۳۳ سلنه په ښارونو کې ژوند کوي.

د احصایې مرکزي ادارې د سږکال شمېرو له مخې د افغانستان د اوسنیو وګړو ۲۵ میلیونه یې ساکن او پاته ۱ اعشاریه ۴۶ میلیونه یې کوچیان دي.

د احصایې مرکزې اداره وایې د هېواد په لویو ښارونو کې تر نورو په پلازمېنه کابل کې د اوسېدونکو شمېر ډېر دی چې ټول ټال درې میلیونه او اته سوه زرو ته رسیږي.

کندهار او هرات

دغه راز په ننګرهار ولایت کې څه باندي یو میلیون او څلور سوه زره وګړي، په بلخ کې تر یو میلیون او دوه سوه زرو ډیر، په کندهار کې تر یو میلیون او سل زره ډیر او په هرات کې تر یو میلیون او اوه سوه زره ډیر وګړي ژوند کوي.

ددغې ادارې چارواکي وایي د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې یې د سرشمېرني لپاره چمتو والی نیولی او په دې ترڅ کې د افغانستان د کلیو د شمېرې معلومولو او د سرشمېرنې د ادارو د ظرفیت په برخه کې کار دوام لري.

ښاغلی غفوري وایي هڅه یې داده چې ژر تر ژره سرشمېرنه وکړي خو د نا امنیو په ګډون یو شمېر نورې ستونزې ددوی په وړاندې لوی خڼدونه یادوي:

''ګمان کوم چې د کابل ولایت نفوس تر ټولو ډېر دی، زموږ د اټکل له مخې درې میلیون اته سوه زره کسان په کابل ولایت کې اوسېږي، د کابل ولایت د ولسوالیو په ګډون تقریباً څه ناڅه څلور ميلیون ورته ویلای شو. ''

Image caption د افغانستان د مرکزي احصایې د ادارې په حواله، یوزاې په کابل ولایت کې نژدې څلور میلیون کسان اوسېږي.

ددغو خنډونو سربېره، ځینې دودیزې موضوع ګانې هم شته چې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د سرشمیرنې چارې ځنډنۍ کوي.

په دغسې سیمو کې لږ کسان دې ته چمتو کیږي چې د خپلو کورنیو په اړه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو په اړه معلومات ورکړي.

همدا یادي ستونزې ټولې لاس په لاس شوې په تېرو درو لسیزو کې یې د افغانستان د وګړو د یو بشپړې احصایې مخه ډب کړې ده.

د قانون له مخې په هرو لسو کلونو کې باید د خلکو شمېره واخیستله شي، خو په افغانستان کې لومړنی او وروستی ځل په ۱۳۵۸ لمریز کال یانې نژدې ۳۰ کاله وړاندې احصایه اخیستل شوې وه او داسي ښکاري چې د دویمې هغې لپاره هم څو نورو کلونو ته اړتیا ده.

ورته مطالب