په افغانستان کې بهرني ځواکونه

د امريکا د ولسمشر براک اوباما له لوري د ۲۰۱۱ کال تر پایه له افغانستان نه د ۱۰۰۰۰ سرتېرو او د ۲۰۱۲ کال د سپټمبر تر اخره د ۲۳۰۰۰ نورو سرتېرو وتل له افغانستان نه د امريکايي او ناټو ځواکونو د وتلو پېلامه ده.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره راتلونکې څنګه ده؟

د ولسمشر اوباما د اعلان مانا دا ده، وروسته له هغه چې ۳۳زره امريکايي پوځيان له افغانستان نه ووځي بيا به هم لږ تر لږه ۶۷زره سرتېري په افغانستان کې پاتې کېږي.

خو پاتې سرتېري له مهال وېش سره سم هغه وخت په ۲۰۱۳ کې ووځي چې افغان ځواکونه د امنيتي چارو مسووليت اخيستو ته چمتو شي.

خبريالان وايي چې د امريکايي پوځيانو له وتلو وروسته به د ناټو نور غړي هېوادونه هم خپل پوځيان له افغانستان نه وباسي.

د افغانستان په جګړه کې د ناټو دويم ستر ګډونوال برتانيا ده چې د ځانګړو ځواکونو په ګډون له ۱۰۰۰۰ زيات سرتېري په افغانستان کې لري.

برتانيا ژمنه کړې که حالات اجازه ورکړي خپل سرتېري به له افغانستان نه له ۲۰۱۵ کاله مخکې وباسي.

فرانسه چې په افغانستان کې۴۰۰۰ سرتېري لري هم له افغانستان نه د خپلو سرتېرو تدريجي وتل اعلان کړي دي.

خو جرمني چې د ناټو دريم لوی ګډونوال دی اعلان کړی چې د خپلو ۵۰۰۰ عسکرو د وېستلو لپاره د پلان جوړولو په درشل کې دي.

د امريکا متحده ایالات او ناټو تمه لري چې د وتلو د لړۍ له پيل سره سم که اړتيا وي دوی به تر نامعلومې مودې په افغانستان کې حضور ولري.

دوی وايي په دغه موده کې به افغان امنيتي ځواکونه تجهيز کړي، روزنه به ورکړي او ملاتړ به يې وکړي.

د آيساف عمليات څومره بريالي دي؟

د بي بي سي يو خبريالال بلال سروري وايي افغانستان ته په ميلادي ۲۰۱۰ کال کې د امريکايي ځواکونو ورتګ چې د ناټو د عسکرو شمېر يې ۱۴۰زرو ته ورساوه، د افغانستان په سوېل کې د اورپکو په بریدونو کې يو څه کموالی راوست.

Image caption د ۲۰۱۱ د جون تر نيمايي د ايتلافي ځواکونو ۲۶۰ تنه وژل شوي.

خو له وروستيو تلفاتو داسې جوتېږي چې په دغو سيمو کې د اورپکو بريدونه بېرته زيات شوي دي. د ناټو د تلفاتو د خپرولو وېبپاڼه وايي د ۲۰۱۱ کال د جون تر نيمايي پورې د ايتلافي ځواکونو ۲۶۰ وژل شوي په ۲۰۱۰ کې دا شمېره ۷۱۱ وه. زموږ خبريال وايي کله چې په هلمند، کندهار او د هېواد په يو شمېر شمالي او مرکزونو سيمو کې تدريجي پرمختګ وشو، په هغو ځايونو کې چې د ناټو حضور پيکه دی بې ثباتي زياته ده او د ناټو همدا پيکه شتون په دغو سيمو کې د طالبانو د نفوذ د پراخېدو لامل شوی دی.

دغلته د طالبانو له ځواک سره د منځنی اسيا د ازبکستان د اسلامي غورځنګ په يو ځای کېدو د دوی زور، یو په دوه شوی دی.

په دغو سيمو کې حالات ورځ تر بلې پيچلي کيږي. زموږ خبريال وايي دغه سيمه ځکه ورځ تر بلې پېچلې کېږي چې ټول شمال د جنګ سالارانو له لوري کنټرولېږي او دا هغه کسان دي چې بیا بيا خپل دريځ او لوری بدلوي.

دغه کسان په منظم ډول د نشه يي داروګانو کاروبار ته مخه کوي او نور جنايي فعاليتونه کوي.

آيساف بايد څه وکړي؟

د آيساف ځواکونو وينا پاڼه وايي په افغانستان کې د دوی رول او ونډه دا ده چې" د ياغيانو قابليت او اراده کمزورې کړي او برعکس د افغانستان د امنيتي ادارو وړتيا او ظرفيت لوړ کړي او د ښې حکومتولۍ او ټولنيز اقتصادي پرمختګ په برخه کې د دوی ملاتړ وکړي. "

آيساف وايي په هر حال د دوی لومړيتوبونه دا دي چې له افغانستان نه د دوی له وتلو وروسته افغان پوځ او پوليس وروزي.

د امريکا متحده ايالاتو لپاره د افغانستان په جګړه کې په يوه اوونۍ کې د دوه ميليارده ډالره لګښت ملا ماتوونکی دی، په داسې حال کې چې دغه هېواد د پورونو په ورکولو کې هم له ستونزو سره مخامخ دی.

د بهرنيو ځواکونو قومنده د چا په لاس کې ده؟

په افغانستان کې ناټو ځواکونه، د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو آيساف په اډانه کې د يوې برخې په توګه ځای پر ځای شوي دي.

دغه ځواک د ملګرو ملتونو له لوري په ۲۰۰۱ کال کې له هغه لږ وروسته جوړ شو چې د امريکا په مشرۍ ځواکونو پر افغانستان بريد وکړ.

د ايساف ماموريت دا دی چې امنيت پياوړی کړی او پرمختګ وکړي. دوی دغه راز د افغان پوځ او پوليسو په روزنه کې هم ښکېل دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په افغانستان کې د طالبانو د رژيم له نسکورېدو راهيسې تاوتريخوالی خپل اوج ته رسېدلی دی.

د دوی فعاليتونه په لومړيو کې يوازې په کابل پورې محدود وو، خو د ميلادي ۲۰۰۶ کال له اکتوبر را وروسته يې د فعاليتونو لمن ټولو ولايتونو ته پراخه کړه.

د دوی ترڅنګ د افغانستان په ختيځ کې د افغانستان او پاکستان پر پوله لس زره امريکايي سرتېري هم حضور لري . دغه ځواکونه د تلپاتې ازادۍ د عملياتو په نوم پېژندل کېږي.

په تېرو څو کلونو کې دغه جلا ماموريتونه سره يو شول او اوس يې حضور بېل نه بلل کېږي. دوی اوس په ګډه د امريکايي جنرال ډېوېډ پېټريوس تر قومندې لاندې دي.

آيا تاوتريخوالی په ډېرېدو دی؟

په افغانستان کې د طالبانو د رژيم له نسکورېدو راهيسې تاوتريخوالی خپل اوج ته رسېدلی دی.

په ۲۰۰۵ ميلادي کال کې د ايتلافي ځواکونو د مرګ ژوبلې ګراف وخوت، ۲۰۱۰ کال د بهرنيانو لپاره تر ټولو خونړۍ کال وو او د ۲۰۱۱ کال د مې مياشت بيا د ايتلافي ځواکونو لپاره تر اوسه، تر ټولو خونړۍ مېاشت وه.

له لرې کنټرولېدونکي چاودېدونکي توکي او غلچکي بريدونه هغه څه دي چې وسله وال مخالفين يې د بهرنيو ځواکونو د په نښه کولو لپاره ډېر کاروي.

آيساف وايي د وسله والو نښتو پر مهال د ملکي افغانانو د وژل کېدو کچه هم پورته کېږي. د افغانستان د جګړې په ډګر کې د زياتو سرتېرو وژنو په امريکا، برتانيا او اروپايي هېوادونو کې تند بحثونه را پارولي دي.

آيا يوازې بهرني ځواکونه له اورپکو سره جنګېږي؟

په افغانستان کې د ناټو د ستراتيژۍ يو اصل دا دی چې د افغان امنيتي ځواکونو کميت او کيفيت په دې هيله لوړ کړي چې د امنيتي مسووليتونو د اخيستو جوګه شي.

تمه ده چې په هره مياشت کې د ۲۸۰۰ افغانستان عسکرو په زياتېدو سره د ۲۰۱۱ کال تر اکتوبر پورې د افغان پوځيانو شمېر ۱۷۱زره او شپږ سوو ته ورسېږي.

دغه افغان پوځيان د ۸۰زره افغان پوليسو په څنګ کې د ناټو ځواکونو د عملياتو ملاتړ کوي.

د افغان پوليسو د شمېر په تړاو د ايتلافي ځواکونو موخه دا ده چې د ۲۰۱۱ کال تر اکتوبره د افغان پوليسو شمېر ۱۳۴زرو ته ورسېږي.

د امريکا، برتانيا او نورو بهرنيو هېوادونو پوځيان هره ورځ له افغان پوليسو او پوځيانو سره څنګ په څنګ د جګړې په ډګر کې دي. په هرصورت پوځيانو ته اوس معاش زيات شوی او تر څنګ يې ښه روزل شوي او سمبال شوي دی.

خو پوليس چې د پوځ په څېر نه روزل شوي او نه هم په وسلو سمبال شوي ښايي د افغان پوځيانو په څېر د طالبانو د بريدونو له ورته ګواښ سره مخامخ شي.

آيا يوازې بهرني ځواکونه دي چې بايد جګړه وکړي؟

د ايساف چارواکي ډېر کله وايي چې پرمختګ پرته له امنيت نه ناشونی دی او امنيت پرته له پرمختګ نه بې مانا دی.

دوی وايي په افغانستان کې د دوی ماموريت تلپاتې سوله او امنيت راولي. او کله چې په هېواد کې د امنيت د ټينګېدو لپاره پوځي ګام ته اړتيا پېښه شي، نو د بيارغونې او پرمختګ پر وړاندې د خنډ لرې کولو لپاره ابتدايي پوځي ګامونه اخلي.

په ځينو سيمو کې آيساف ځواکونه تر ډېره د جګړې پر ځای د سوله ساتي ځواک په توګه او د بيارغونې په برخو کې ښکېل دي.

د آيساف په فعاليتونو کې د ويجاړو شويو ښوونځيو او روغتونونو بيا جوړل، د اوبو د سيستم بیا برحاله کول او د ورانو شويو تاسيساتو بیارغول شامل دي، او د دې ترڅنګ د ځايي حکومت او د منځګړيتوب د هڅو ملاتړ دی.

د دې لپاره چې آيساف دا ډول کارونه ترسره کوي، دوی د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د ولايتي بيارغونې ډلې (پي آر ټي) لري.

طالبان څومره پياوړي دي؟

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption فکر کېږي چې په افغانستان کې به د ياغيانو شمېر شاوخوا ۲۰۰۰۰ وي.

طالبان او د هغوی ملګري وروسته له هغه چې د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې خواره واره شول بيا د يوه ځواک په توګه را ټوکېږي او اوس د افغان حکومت لپاره په يوه لوی ګواښ اووښتی دی.

فکر کېږي چې په افغانستان کې به د ياغيانو شمېر شاوخوا ۲۰۰۰۰ وي. دا چې د دوی څومره له جګړې سره بلد دي په اړه يې بېلا بېل اټکلونه کېږي.

له دې سره سره چې د ياغيانو شمېر کم او په مقابل کې يې د بهرنيو ځواکونو شمېر زيات دی بيا هم وسله والو مخالفينو په افغانستان کې د خپل نفوذ لمن پراخه کړې، او د افغانستان په ناکراريو کې له بېلا بېلو جنګي تکتيکونو نه کار اخلي.

آيا افغانان د بهرنيانو د شتون ملاتړ کوي؟

ډیری افغانان د خپل هېواد د راتلونکې په اړه خوشبين دي. دغه نظرپوښتنه د بي بي سي، اې بي سي نيوز او د جرمني د آې آر ډي له لوري خوره شوې ده.

خو دوی د بهرنيو ځواکونو له لوري په هوايي او نورو عملياتو کې د ملکي کسانو وژنې سخت قهرولي دي.

ناټو فکر کوي چې که غواړي په افغانستان کې پرمختګ وکړي بايد په دې برخه کې خپلې چارې سمې کړي.

د ملکي تلفاتو وژنه، اداري فساد او د ښې حکومتوالۍ موضوعګانې د ولسمشر حامد کرزي او لويديځ ترمنځ د کړکېچ د دوام لامل ګرځېدلي دي.

ځواکونه له کوم ځای نه راغلي او چېرته ځای پر ځای شوي دي؟

د ځواکونو ډېره برخه د امريکا د متحده ايالاتونو دي. نور د کاناډا، اسټراليا، پولنډ او ترکيې په ګډون د پاتې ۵۰ هېوادونو دي.

ورته مطالب