د ولسمشر کرزي ورور احمد ولي کرزی ووژل شو

احمد ولي کرزی د انځور حقوق Getty
Image caption احمد ولي کرزی په ۲۰۰۹ کې له یوه ورته مرګوني بریده روغ رمټ وتلی و.

د افغانستان سوېلي ولایت کندهار د ولایتي شوری رییس او د ولسمشر حامد کرزي ورور احمد ولي کرزی وژل شوی دی.

د ولسمشر حامد کرزي ویاند وحید عمر له بي بي سي سره په خبرو کې ومنله، چې احمد ولي کرزی په کندهار کې په خپل کور کې وژل شوی.

د کندهار د ولایتي شوری رییس احمد ولي کرزي ته نژدې سرچینو هم بي بي سي ته وویل، چې نوموړی نن (سه شنبه) یوولس نیمې بجې د خپل ساتونکي له خوا په ډزو وژل شوی.

د احمد ولي کرزي ژوندلیک

سرچینه وايي، چې له هغه سره یې څلور ساتونکي هم وژل شوي.

د کندهار د میرویس روغتون یوه چارواکي هم منلې، چې ښاغلی کرزی وژل شوی او مړی یې میرویس روغتون لېږدول شوی.

د کندهار د والي ویاند زلمي ایوبي منلې، چې احمد ولي کرزی وژل شوی، خو د پېښې په اړه یې د نورو جزییاتو له ورکولو ډډه کړې ده.

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو د ښاغلي کرزي په وژل کېدا خواشيني ښودلې ده.

د احمد ولي کرزي د وژل کېدا تر خبر شېبه وروسته ولسمشر حامد کرزي په کابل د فرانسې له ولسمشر سره ګډه خبري ناسته لرله.

د فرانسې ولسمشر نیکولا سارکوزي د احمد ولي کرزي په وژل کېدا خپله خواشيني وښوده.

حامد کرزي بیا د خپل ورور د وژل کېدو په اړه وویل:

''لکه څنګه چې تاسې خبر یاست، زما کشر ورور احمد ولي کرزی په خپل کور کې ووژل شو. دا د افغانستان د خلکو ژوند دی، هر افغان دا ډول غمونه ګاللي دي، خو زموږ تمه دا ده چې په هېواد کې مو سوله او امنیت راشي.''

مخکني بریدونه

پر احمد ولي کرزي وړاندې هم مرګوني بریدونه شوي، خو روغ رمټ ترې وتلی دی.

د ۲۰۰۹ د مۍ پر ۱۸ مه احمد ولي کرزی له یوه ورته مرګوني برید روغ رمټ ووت.

برید کابل ته د هغه د ګاډو پر کاروان وشو، چې یو ساتونکی یې په کې ووژل شو.

تر هغه وړاندې هم په کندهار کې له ځايي چارواکو سره د خبرو پرمهال احمد ولي کرزی له یوه ورته بریده روغ ووت، خو شپږ کسان په کې ووژل شلو او ۴۰ نور ټپیان شول.

ښاغلي کرزي د برید پړه پر وسله والو طالبانو اچولې وه.

او په ۲۰۰۳ کې هم، په کندهار کې د احمد ولي کرزي په کور کې چاودنه وشوه، خو بیا جوته شوه چې چاوېدونکي توکي چاودلي دي.

ژوند

Image caption احمد ولي کرزی د ولسمشر حامد کرزي ناسکه او کشر ورور و.

۵۰ کلن احمد ولي کرزی په ۱۹۶۱ کې د کندهار ولایت په کرز سیمه کې زیږېدلی، نوموړی د ولسمشر حامد کرزي په ګډون شپږ وروڼه او یوه خور لري.

پر احمد ولي کرزي د نشه يي توکو د کاروبار تور و، خو د ۲۰۰۹ په نومبر کې یې له بي بي سي سره په خبرو کې پرې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ادعاوو به تړاو دغه تورونه په کلکه رد کړل:

''زه د نشه يي توکو قاچاق وړونکی نه یم، نه وم او نه به یم. زه د غلطو سیاستونو قرباني شوی یم. ''

ورته مطالب