لاریون: پاکستان دې پر افغانستان بریدونه ودروي

لاریون
Image caption دا په تېرو دوو اوونيو کې درېيم لاريون دى چې کېږي تر دې وړاندې دوه لاريونونه په کابل او کونړ ولايتونو کې شوي وو چې د پاکستان له لوري بريدونه يې غندلي وو.

سلګونو تنو نن په ختيځ ښار جلال اباد کې د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره د توغنديو د بريدونو په غبرګون کې چې لسګونه تنه په کې ووژل شول، لاريون وکړ.

لاريون کوونکو ، پر پاکستان امريکا او افغان حکومت د مرګ شعارونه ورکول او ددغو توغنديو د بنديدو غوښتنه يې کوله.

لاريون کوونکو چې شمېره يې شاوخوا ۵۰ تنو ته رسېده، د جلال اباد ښار له يوې منځنۍ ساحې لاریون پيل کړ، په لاريون کې پر نارينه وو سربېره ښځينه وو هم ګډون کړى وو.

دوی د پاکستان، امريکا او افغان حکومت پرضد شعارونه ورکول.

دغه لاريون د يوه سياسي ګوند دغړو په مټ برابر شوى وو.

د ګوند يوه غړي عاشق الله غرزي وويل غوښتنه يې له ولس نه دا ده چې دوی ددغه توغونديو ورولو مخه ونيسي.

لاريون کوونکو غوښتل چې د پاکستان د کونسلګرۍ پر لوري ولاړ شي، دوی تر يوه ځايه مزل هم کړى وو خو د پوليسو له لوري يې مخه ونيول شوه او اجازه ورنه کړل شوه چې د پاکستان د کونسلګرۍ پر لوري لاړ شي.

دا په تېرو دوو اوونيو کې درېيم لاريون دى چې کېږي تر دې وړاندې دوه لاريونونه په کابل او کونړ ولايتونو کې شوي وو چې د پاکستان له لوري بريدونه يې غندلي وو.

Image caption لاریون کوونکو د پاکستان، امریکا او افغان حکومت پرضد شعارونه ورکول.

دې لاريونونو وروسته تر هغې زور واخيست چې په تېرو شاو خوا دوه مياشتو کې د پاکستان له لوري د افغانستان په ختيز ننګرهار او کونړ ولايتونو کې د پر لپسې بريدونو له امله تر ۴۰ زياتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښته.

افغان حکومت په بيا بيا له پاکستاني حکومت نه وغوښتل چې دا بريدونه ودروي، خو پاکستاني چارواکو دا رد کړى چې ګواکې له خاورې پر ګاوندي هېواد افغانستان د توغنديو بريدونه شوي دي.

ورته مطالب