د افغانستان بانک: عزیزي بانک له مالي بحران سره مخامخ نه دی

محب الله ساپی د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د افغانستان بانک لومړي مرستیال محب الله ساپي ولسي جرګې ته په خپلو خبرو کې په دې اړه ډاډ ورکړ او په عزیزي بانک کې یې د هر ډول مالي کړکېچ شتون رد کړ.

افغان چارواکو د دغه هېواد په دويم ستر خصوصي بانک، عزیزي بانک کې هرډول مالي کړکېچ رد کړی دی.

د افغانستان بانک چارواکو هغه ګنګوسې بې ځایه بللې چې وایي، د دغه هېواد بانکي نظام له ستونزو سره مخامخ دی.

د افغانستان د دویم ستر بانک عزیزي بانک د وضعیت په اړه اندېښنې وروسته له هغې راوټوکېدې چې تېره اوونۍ د ولسي جرګې یو شمیر غړو ادعا وکړهؤ داسې اسناد او شواهد په لاس لري چې ښیي عزیزي بانک هم د کابل بانک په څېر له ورته ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

د ولسي جرګې دغو غړو ویلي و چې له عزیزي بانک څخه هم په میلیونونو ډالره پورونه اخیستل شوې او په خبره یې په کابل او دبۍ کې پرې پانګونې شوې دي.

که چېرې مخه یې ونه نیول شي نو د کابل بانک له برخه لیک سره به مخامخ شي.

خو د افغانستان بانک لومړي مرستیال محب الله ساپي ولسي جرګې ته په خپلو خبرو کې په دې اړه ډاډ ورکړ او په عزیزي بانک کې یې د هر ډول مالي کړکېچ شتون رد کړ.

که څه هم د افغانستان بانک د چارواکو څرګندونو د ولسي جرګې د ځینو غړو قناعت حاصل کړ، خو د ځینو نورو استازو ټینګار دا و چې باید حکومت پر بانکونو خپل څار ډېر کړي:

''د هغې څه په اړه چې ولسي جرګې یې په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه د کابل بانک ترخه تجربه وه. دلته فطرت صاحب هم راغلی و، ځینې ډاډونه ورکړل شوي و، خو له دې چې قانوني څارنه نه وه نو د کابل بانک ستونزه رامنځ ته شوه چې ۷۳ میلیون ډالره یې زموږ په غاړه پاتې دي چې اجرا یې کړو که یې نه کړو. خدای مه کړو که ووایو یو فیصد، یوه ستونزه رامنځ ته شي او تاسو هم بهر ته تشریف یوسئ یا نه وی نو بیا موږ د چا ګریوان ونیسو؟''

که څه هم د ولسي جرګې غړو غوښتل چې د عزیزي بانک د وضعیت په اړه د افغانستان بانک له چارواکو نه پوښتنې ګروېږنې وکړي، خو ځینو نورو بیا له دې چارې سره مخالفت څرګند کړ چې په پایله کې د جرګې اداري پلاوي د استازو رایه واخیسته او سلا په دې شوه چې جرګه یوازې د افغانستان بانک د مرستیال محب الله ساپي په څرګندونو بسنه وکړي.

سیاسي هدفونه

Image caption د افغانستان بانک وایي< د دغه هیواد د بانکدارۍ قانون باید تعدیل کړل شي او په ترڅ کې یې پر نورو بانکونو د څارنې او نظارت پیاوړي کولو لپاره د افغانستان بانک واکونه ډیر شي.

په خپله د عزیزي بانک چارواکي هم په یاد بانک کې د هر ډول مالي ستونزو شتون رد وي او په دې اړو د راټوکېدو ادعاوو تر شا سیاسي هدفونه او شخصي سیالۍ په ګوته کوي.

د افغانستان بانک وایي، د دغه هیواد د بانکدارۍ قانون باید تعدیل کړل شي او په ترڅ کې یې پر نورو بانکونو د څارنې او نظارت پیاوړي کولو لپاره د افغانستان بانک واکونه ډیر شي.

د اوسني قانون پر بنسټ د افغانستان بانک د نورو بانکونو پر هغو ونډو چې له بانک نه بهر پرې پانګونه کیږي، د څار واک نه لري.

چارواکي دا هم اړین بولي چې د خلکو د ډاډ لپاره په کار دا ده چې په بانکونو کې د خلکو په پیسو د بیمې قانون هم د افغانستان د پارلمان له لوري تصویب کړل شي.

ورته مطالب