''حکومت دې د ماشومانو او ښځو د قاچاق مخه ونیسي''

ثریا صبحرنګ
Image caption د دغې څېړنې یوه ترسره کوونکې او د افغانستان د خپلواک کميسیون د ښځو د حقونو د ملاتړ او پراختیا کمېشنره ثریا صبحرنګ وايي، ډېری دغه افغانان د بدو او شاقه کارونو لپاره له هېواده بهر قاچاق شوي دي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسیون په دغه هېواد کې د ښځو او ماشومانو د قاچاقو په تړاو یوه تازه څېړنه او رپورټ خپور کړ.

په څېړنه کې چې ویل کېږي په ۲۰ ولایتونو کې شوې، شاوخوا ۴۵۰ قربانیان او نژدې ۲۰۰۰ عام وګړي پوښتل شوي دي.

بي وزلي، وزګارتیا، یتیم والی، اجباري او په کم عمر کې ودونه د کمېسیون د شوې سروې له مخې کور د ننه او بهر د افغانانو د قاچاق کولو اصلي علتونه بلل شوي دي.

کميسیون په دغو قاچاقو کې تر ډېره هغه کسان ګرم بولي چې د تورو شېشو ګاډي او وسله وال کسان، خو د چا مشخص نوم نه یادوي.

دغه څېړنه د هېواد پر پنځو لویو ولایتونو، کابل، کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار سربېره، د هېواد په شمال، ختیځ، سویل، لوېدیځ، سویل- ختیځ او یو شمېر مرکزي ولایتونو کې تره شوې ده.

کميسیون وايي په نظر پوښتنې کې څه باندې ۴۵۷ هغه مېرمنې او ماشومان چې قاچاق شوي او څه باندې ۱۸۰۰ عام وګړي په مخامخ ډول پوښتل شوي دي.

د دغې څېړنې یوه ترسره کوونکې او د افغانستان د خپلواک کميسیون د ښځو د حقونو د ملاتړ او پراختیا کمېشنره ثریا صبحرنګ وايي، ډېری دغه افغانان د بدو او شاقه کارونو لپاره له هېواده بهر قاچاق شوي دي:

''هغه کسان چې قاچاق کیږي، په بېلابېلو برخو کې ترې ګټه اخیستل کیږي، په معادنو، کروندو او فابریکو کې درانه کارونه پرې کیږي. د نشیي توکو د خرڅلاو په برخه کې، د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو لپاره اړایستل کیږي او په کورونو او هوټلونو کې په کار ګمارل کېږي.

همدا راز له دوی نه د جنسي اغراضو لپاره هم کار اخیستل کیږي او لوڅ فلمونه هم ترې ثبتیږي او د دوی د بدن غړي او بډوډي هم پرې کیږي او پلورل کیږي''.

نظر پوښتنه د ۲۰۱۰ کال په دسمبر کې پیل او د روان ۲۰۱۱ کال په جولای کې د جرمني په مالي مرسته پای ته رسېدلې او د چارواکو په خبره پوښتل شوي ډيری عام وګړي یې له ۱۲ کلونو ورپورته وو.

د پوښتل شوو ۴۵ فیصده یې ښځې، ۳۸ فیصده یې نجونې او شاوخوا ۱۷ نور یې ماشومان ښوول کېږي.

مېرمن صبحرنګ وايي قاچاق کوونکو تر ډېره د دوکې، زور او نورو ناوړه لارو چارو نه په ګټو اخيستو انسانان قاچاقوي، چې تر ډېره پاکستان، ایران او نورو هېوادونو ته لیږدول کیږي.

زور او زر

خو نوموړې د کومې مشخصې قاچاق کوونکې کړۍ یا شخص نوم یاد نه کړ اما انساني قاچاقبران یې هغه کسان وبلل چې زور او زر لري او په په تورو شېشو لرونکو ګاډو کې ګرځي:

''څوک په افغانستان کې د تورو شېشو ګاډي لري؟ ایا هټیوال دي؟ دوی خو د سړک د غاړې پلورونکي نه دي،ښکار ده چې دوی هغه کسان دي چې هم پېسې لري او هم امکانات او هم ډېر تنظیم شوي دي.

Image caption د افغانستان د خپلواک کميسیون وايي یو شمېر پاکستاني، ایراني او تاجکي ښځې او ماشومان د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي.

تاسې ګورﺉ چې له افغانستان نه یو کس قاچاق کېږي او د هومبرګ او امستردام بازارونو ته لیږدول کېږي، هغه معصومه نجلۍ چې شارجې ته رسول کېږي، له کومې لارې ځي، معلومه ده چې دغه مافیا او د انسانانو قاچاق کوونکي او جنایت کاران په افغانستان کې هم شته او د باندې هم''.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسیون پر نړیوالې ټولنې او افغان حکومت غږ وکړ چې د انساني قاچاقو په مخنیوي کې په سملاسي ډول لاس په کار شي.

کميسیون دغه راز د قاچاقو د مخنیوي لپاره له حکومت نه خلکو ته د کاري زمينو د برابرولو غوښتنه هم وکړه.

د کميسیون د معلوماتو له مخې هر کال شاوخوا ۱۲ ميلیونه انسانان د درنو او او نورو اجباري کارونو لپاره قاچاق کېږي، چې دا اوس په نړیواله کچه د پيسو د ترلاسه کولو یوه ناقانونه لار جوړه شوې ده.

خو کميسیون په افغانستان کې د قاچاق کېدونکو او قاچاق شوو کسانو د شمېر په تړاو کوم ارقام نه لري.

د افغانستان د خپلواک کميسیون وايي یو شمېر پاکستاني، ایراني او تاجکي ښځې او ماشومان د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي.

ورته مطالب