د ولسمشر کرزي جګپوړی سلاکار جان محمد خان ووژل شو

جان محمد خان د انځور حقوق AFP
Image caption جان محمد خان د کرزي سلاکار او هغه ته نژدې سړی، خو په عین حال کې جنجالي څېره وه.

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ولسمشر حامد کرزي یو جګپوړی سلاکار او د ارزوګان پخوانی والي جان محمد خان په خپل کور کې د طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.

په دې برید کې له جان محمد جان سره په ولسي جرګه کې د ارزوګان استازی محمد هاشم وطن وال هم وژل شوی دی.

برید تېره شپه شاوخوا اته نیمې بجې پیل شو، چې کابو پنځه ساعته دوام یې وکړ.

د کابل د پولیسو مشر ایوب سالنګي بي بي سي ته وویل، لومړی برید کوونکي د جان محمد خان کور ته د یوې اړتیا د پوره کولو لپاره ورغلي او ښاغلي خان له هغوی سره نغدي مرسته هم کړې ده.

د پولیسو په وینا، هغه له دغو کسانو سره ژمنه کړې، چې ستونزه به یې ورحل کړي.

خو د جنرال سالنګي په وینا، په حقیقت کې د برید کوونکي هدف دا و چې د جان محمد جان د کور امنیتي تدابیر ځان ته مالوم کړي.

برید کوونکي یو ساعت وروسته له ځانه سره یو بل کس هم وروست او په ګډه یې برید وکړ.

د کابل د پولیسو مشر وايي، په دې برید کې جان محمد خان او هاشم وطن وال وژل شوي او نور چا ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

راپورونه وايي چې چې د جان محمد خان کور ته څېرمه د برید کوونکو او پولیسو ترمنځ څو ساعته نښته هم شوې ده.

د ارزوګان په مرکز ترینکوټ کې د بي بي سي خبریال احمد امید خپلواک وايي، جان محمد خان په اروزګان ولایت کې ډېر نفوذ درلود او د ولسمشر حامد کرزي له کورنۍ سره یې نژدې اړيکي لرل.

د کرزي دغه سلاکار څو ساعته وروسته له هغه وژل شوی، چې افغان ځواکونو ته له بهرنیو ځواکونو د امنیتي چارو لړۍ له بامیان ولایته پیل شوه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د روانې جولای پر ۱۲مه د ولسمشر کرزي ورور احمد ولي کرزی د خپل مشر ساتونکي په ډزو ووژل شو.

دا په داسې حال کې ده، چې څه کم یوه اوونۍ وړاندې د ولسمشر حامد کرزي ورور او د کندهار د ولايتي شوری رییس احمد ولي کرزی د خپل مشر ساتونکي په ډزو ووژل شو.

د شنونکو په باور، ددغو دوو کسانو وژل کېدل ولسمشر حامد کرزي ته یو لوی ګوزار دی.

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

دوی وايي چې دا برید د کندوز او کندهار ولایتونو دوو کسانو کړی دی.

ورته مطالب