جنرال الن: د طالبانو پروړاندې خپلې هڅې نه نرموو

جان الن او ډېوېډ پيټرېیاس د انځور حقوق AP
Image caption جان الن په افغانستان کې د ډېوېډ پيټرېیاس ځایناستی شو.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ایساف ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېد پيټرېیاس وړاندې له دې چې د سي آی اې مشري پرغاړه واخلي، رسماً خپله دنده ځایناستي جنرال جان الن ته وسپارله.

جان الن چې د دوشنبې پر ورځ یې په رسمي توګه د ایساف ځواکونو مشري په غاړه واخیسته وايي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل چې د روانې میاشتې په سر کې پیل شوي او افغان امنیتي ځواکونو ته د مسؤولیت سپارل په دې معنی نه دي چې دوی د طالبانو د ماتولو لپاره خپلې هڅې نرموي.

جنرال آلن وویل دا زما نيت دى چې د اوسني کمپاين زور او توان همداسې وساتم.

سختې ورځې

هغه وویل فکر نه کوي چې جګړه به اسانه وي، او په مخکې به سختې ورځې ولري خو زیاتوي چې له ننګونو وېره نه لري.

جنرال الن د ایساف ځواکونو د مشرۍ د ترلاسه کولو مخکې د څلور ستوریز جنرال رتبه ترلاسه کړه.

ډګرجنرال الن پخوا په عراق کې د امریکايي ځواکونو قومانده په غاړه لرله.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قومندانۍ د ترلاسه کولو مخکې د امریکا د ټولو قواوو د مرکزي قوماندې مرستیال وو.

ښاغلي جان الن ته نژدې کسان وايي نوموړی په جګړې کې ډېره حوصله لري او د دریو ماسټریو په درلودلو سره بریالی پوځي بلل کیږي.

ولسمشر اوباما هم د جان الن په اړه ویلي و: ''جنرال الن جان د جګړې په ډګر ازمویل شوی کس دی.''

جنرال الن په دې وتوانېد چې د عراق په الانبار ولایت کې د جګړې حالت ته بدلون ورکړي او د عراق په جګړې کې یې کافي تجربه حاصله کړې ده.

جنرال پیټرېیاس جنرال الن ته د واک د سپارلو پر مهال وویل جنرال جان الن خپلې دندې ته د ژمنتیا او درک په برخو کې استثنايي تخصص لري.

جنرال پیټرېیاس چې په افغانستان کې یې شاوخوا یو کال د نړیوالو ځواکونو مشري پر غاړه وه ادعا کوي چې د طالبانو پر ضد یې ځینې پرمختګونه تر لاسه کړي دي:

''سختوی ته په کتو سره تاسې د افغانستان دښمانو ته ثابته کړه چې د تاوتریخوالي او ګواښونو پروړاندې د مقاومت ځواک لرﺉ، تاسې د افغانانو دا متل عملاً ثابت کړ چې وايي 'سر ورکوي، خو سنګر نه ورکوي.' دا د ویاړ ځای دی چې ستاسې په خاوره کې مې دنده ترسره کړه او دا هم وایم چې له دې هېواده تر تلو وروسته به هم افغانستان او ددې هېواد خلک زما په زړه کې ځای ولري. ''

''خوښ او تازه نه دی''

جنرال پیټرېیاس په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د قومندانۍ تر لاسه کولو سره د ۳۰ زرو اضافي سرتېرو غوښتنه وکړه چې وکولای شي د طالبانو او القاعدې کسانو پر ضد جګړې کې بریاوې ترلاسه کړي.

خو جنرال جان الن د ولسمشر اوباما له هغه پلانه ملاتړ کوي چې غواړي تر راتلونکي دوبي له افغانستان څخه خپل ۳۰ زره سرتېري وباسي.

د پوځي چارو څېړونکي وايي جنرال پیټرېیاس د پخوا په شان خوښ او تازه نه دی او سخت ستړی او ستومانه ښکاري.

جنرال پیټرېیاس به ډېر ژر د سي آی اې د مشر په توګه دنده ترلاسه کړي، او خپل ځای ناستي جنرال جان الن ته په داسې وخت کې د چارو مسؤولیت ورسپاري چې پر افغان پېژندل شویو څېرو بریدونه ډېر شوي دي.

ښاغلی پیټرېیاس د افغانستان د جنوب په ځینو برخو کې یې ثبات رامنځ ته کړی او افغان امنیتي ځواکونه یې دې ته تیار کړي چې د چارو مسؤولیت په غاړه واخلي.

ویل شوي چې پيټرېیاس داسې مهال په افغانستان کې خپله دنده پای ته رسوي چې لا هم د سختې جګړې په میراث پاتې دي. د جنرال آلن جان په اړه ویل کیږي چې د خلکو کلتوري او مذهبي ارزښتونو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د واک دغه لېږد څو ساعته وروسته له هغه شوی، چې په کابل کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې د ولسمشر حامد کرزي یو جګپوړی سلاکار او د اروزګان ولایت پخوانی والي جان محمد خان او په ولسي جرګه کې د اروزګان استازی محمد هاشم وطن وال ووژل شول.

او کابو یوه اوونۍ وړاندې په کندهار کې د ولسمشر حامد کرزي ورور او د کندهار د ولايتي شوری رییس احمد ولي کرزی د خپل مشر ساتونکي په ډزو ووژل شو.

پیټرېیاس چې د امریکا په پوځ کې یې ۳۷ کاله دنده ترسره کړې ده، د امریکا د مخکني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ پرمهال یې په ۲۰۰۷ عراق ته نور امریکايي پوځيان ولېږل شول.

نوموړی تېر کال په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان وټاکل شو او له ولسمشر اوباما یې افغانستان ته د نورو ۳۰۰۰۰ امریکايي سرتېرو د استولو غوښتنه وکړه.

Image caption جنرال جان الن په ۱۹۷۶ کې د امریکا له سمندري پوځي اکاډیمۍ فارغ شوی، لوړې زده کړې یې د ملي امنیت او استخباراتو په برخه کې ترسره کړې دي.

د تېرې یکشنبې پر ورځ په لومړي پړاو کې افغان ځواکونو ته ناټو ځواکونو د بامیانو ولایت امنيتي چارې وسپارلې.

خو خبریالان وايي چې افغان ځواکونه تردې مهاله د طالبانو د بریدونو د مخنيوي او سمې مبارزې جوګه نه دي.

ګواښونه

خو د شنونکو په اند، د ولسمشر حامد کرزي د ورور او جګپوړي سلاکار وژل کېدل به د افغان ولسمشر حامد کرزي په مخ کې د امنيتي چارو په لړ کې د یوه ستر ګواښ په توګه وي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظيمي اسوشېټېډ پرېس خبري اژنس ته وویل، چې پر جان محمد خان برید کوونکو له چاودېدونکو توکو ډک واسکټونه اغوستي وو.

ورته مطالب