د کابل په ښځينه زندان کې له بندي ښځو سره ۶۰ ماشومان

د کابل ښځينه زندان
Image caption د زندان چارواکو د دغو ماشومانو دقیقه شمېره رانه کړه، خو یوې يې راته وویل، چې شاوخوا ۶۰ ماشومان په دې ځای کې شپې سبا کوي.

د کابل په ښځینه زندان کې د ښځینه بندیانو ترڅنګ شاوخوا ۶۰ ماشومان هم شپې سبا کوي.

دغه ماشومان له نوي زېږېدلو تر نهه کلونو پورې عمر لري، چې له خپلو میندو سره د هغوی د جرم سزا ويني.

د ځینو ټولن پوهانو په وینا، په زندان کې له داسې ښځو سره، چې بېلابېل جرمونه يي کړي، د دغو ماشومانو استوګنه د هغوی راتلونکي ته ګواښ دی.

خو چارواکي وايي ، چې له ناچاری له خپلو میندو سره یوځای په زندان کې ژوند کوي.

کله چې د کابل زندان دری پوړه ییزه ودانۍ ته ورننوځې، نو د څوتنو معصومو ماشومانو څېره دې ځان ته راجلبوي، چې د اوسپنیزې پنجرو ترشا ولاړ دي.

ښايي دغه ماشومان په دې فکر وي ، چې کله به د بهر ښکلې منظرې ننداره کړي..

یوې مېرمنې، چې د دغو ماشومانو په خوا کې په ما سترګې خښې کړې وې، راته يې وویل، د دوی په کوټه کې اته ماشومان دي، چې د خپلې ډوډی برخه او خپل ځای خپلو میند ته ورکوي:

''دری تنه په ځمکه او اته نورې په چپرکټ پرېوزي. اته ماشومان دي، خو موږ ډېرې ورڅخه پتنګ یو. لوی هم دي او واړه هم.''

خو کله، چې د زندان دهلیز ته ورغلم، نو د ماشومانو نارو او ژړاو زه پوه کړم، چې هغوی د خپلو میندو د ګناهو جزا ویني.

د زندان چارواکو د دغو ماشومانو دقیقه شمېره رانه کړه، خو یوې يې راته وویل، چې شاوخوا ۶۰ ماشومان په دې ځای کې شپې سبا کوي.

یوه مور، چې د قتل په تور په ۱۶ کاله بند محکومه شوې، راته يي وویل، له زنداني کېدو وروسته يي ماشومان وېشل شوي دي:

رنځ

''دری تنه يې د خلکو په کورونو کې دي، یو يې په روزنتون کې دی، دوه له ما سره دي. هر یو يې شپږ کلن او اته کلن دی. ماشومان مې هم رنځیږي او موږ هم د راتلونکې لپاره يې رنځېږو، زموږ د ماشومانو، چې بهر وریاد شي، زموږ لپاره رنځ نه دی.''

بلې مور، چې ماشومه يې د زندان په وړکتون کې ده وايي، لور يي په ماشومانه لوبو کې د محکمې او زندان لوبې کوي:

''د سهار له اوو بجو تر ۱۲ بجو د زندان په وړکتون کې وي. هلته بېسکت او شيدې ورکوي، درس ورباندې وايي، لوبې کوي. بیا په ۱۲ بجو یا پخپله راځی یا هم زه ورپسې ورځم. زما وړه لور څلور کلنه ده، راته وايي ، چې زه ځمه محکمې ته زما به دوه کاله بندي شمه، نه پوهېږم، چې د دې راتلونکې به څه وي.''

ورته مطالب