د احمد ولي کرزي پر فاتحې ځانمرګی شوی

احمد ولي کرزی د انځور حقوق BBC World Service
Image caption احمد ولي کرزی د تېرې سې شنبې په ورځ په کندهار کې د خپل ساتونکي له لوري په دزو ووژل شو.

د افغانستان په سويلي ولايت کندهار کې د احمد ولي کرزي د فاتحې پر مراسمو ځانمرګی بريد شوی دی.

د کندهار ځايي امنيتي چارواکو ځانمرګی بريد تاييد کړی ده.

د دغه ولايت د والي وياند زلمی ايوبي وايي تر اوسه په پېښه کې څلور کسه وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.

ښاغلی ايوبي وايي د وژل شويو په مېنځ کې د کندهار د عالمانو د شورا مشر حکمت الله حکمت هم شامل دی.

چاودنه د کندهار ښار په سور جومات کې شوې ده، دغلته د احمد ولي کرزي د فاتحې مراسم تر سره کېږي.

تر اوسه هېڅ يوې ډلې د دغې پېښې مسووليت نه دی منلی.

احمد ولي کرزی د سې شنبې په ورځ د خپل ساتونکي له لوري په ډزو ووژل شو.

نور جزييات وروسته خپرېږي.

ورته مطالب