"په کونړ او نورستان کې د طالبانو مرکزونه نه شته"

پاک افغان بېرغ
Image caption افغانستان او پاکستان د يوه او بل له خاورې د اورپکې د اوښتو ادعاوې کوي.

افغان چارواکو د پاکستان د پوځ د وياند هغه څرګندونې چې وايي د پاکستاني طالبانو مشران د کونړ او نورستان ولايتونو په سرحدي سيمو کې مرکزونه جوړ کړي، په کلکه رد کړي دي.

وياند جنرال اطهر عباس تېره ورځ له بي بي سي سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د پاکستاني طالبانو مشران په کونړ او نورستان کې دي او له دغه ځايه پر پاکستاني پوځيانو بريدونه کوي.

خو د کونړ والي وايي د پاکستاني تندلارو له لوري د افغانستان په خاوره کې د دايمي سنګرونو جوړول، آن په غرنيو سيمو کې هم امکان نه لري.

افغان چارواکو د پاکستان د پوځ د وياند هغه ادعاوې چې ګواکې پاکستاني طالبانو د کونړ او نورستان په ولايتونو کې مرکزونه جوړ کړي او له هغه ځايه پاکستاني پوځيان په نښه کوي ناسمې بللي دي.

تېره ورځ جنرال اطهر عباس د بي بي سي له اردو څانګې سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د ملا فضل الله، مولوي فقير محمد، عبدالولي او حکيم الله په ګډون د پاکستان د تندلارو او ياغي ډلو مشرانو په کونړ او نورستان کې سنګرونه جوړ کړي دي.

د نورستان ځايي چارواکي دا مني چې وسله وال څو، څو ځله د افغان طالبانو په ملاتړ له پولې افغانستان ته ور اوښتي او د امنيتي ځواکونو په مرکزونو يې بريدونه کړي ، خو دا ادعا په کلکه ردوي چې ګواکې پاکستاني طالبانو د افغانستان په خاوره کې سنګرونه جوړ کړي دي.

د کونړ والي فضل الله وحيدي د پاکستاني پوځ د وياند د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې د افغان ځواکونو او نړېوالو قواوو د ګډې څارنې له امله د افغانستان په خاوره کې د ياغيانو د دايمي سنګرونو جوړلو له امکان نه وتلې ده.

ښاغلي وحيدي ټينګار وکړ چې له پولې بلې غاړې ته د پاکستان تر قلمرو لاندې داسې سيمې شته چې د پاکستان پوځ ورته لاسرسی نه لري او د ده په خبره پاکستاني تندلاري کولی شي په دغو سيمو کې ځانونه غلي کړي.

پر همدې مهال د پاکستان د سياسي چارو شنونکی رحيم الله يوسفزی چې په طالبانو پورې تړلي مسايل له نژدې څاري هم په دې باور دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ داسې سيمې شته چې ياغيان کولی شي په دغو سيمو کې ځانونه د دواړو هېوادونو د پوځيانو له سترګو وغړوي:

"پاکستاني طالبان په څو سيمو کې له ماتې سره مخامخ شول او يو شمېر سيمې يې له لاسه ورکړې. په پايله کې اړ شول چې د دواړو هېوادو په سرحدي سيمو کې پناه واخلي.

د پولې په دې غاړه کې داسې سيمې شته چې د پاکستان پوځ هغې ته لاسرسی نه لري او له پولې پورې غاړه هم داسې سيمې شته چې ناټو او د افغانستان حکومت هغې ته لاسرسی نه لري.

د پاکستاني طالبانو لپاره دا شونې ده چې دغو سيمو ته پناه يوسي او له دې ځايه د پولې ديخوا او هاخوا بريدونه وکړي. "

د پاکستان پوځ دا ادعا هم کوي، هغه مهال چې افغان او ناټو ځواکونو په کونړ او نورستان کې خپلې پوځي اډې تړلې، له افغان چارواکو سره يې په دغو ځايونو کې د وسله والو د ممکنه ځای پر ځای کېدو اندېښنې شريکې کړې وې.

خو افغان چارواکي ټينګار کوي چې په تېرو دوو کلونو کې يې هېڅ سرحدي پوسته په دغو ولايتونو کې نه ده تړلې.

ورته مطالب