م.م له تور لست نه نور طالب مشران ووېستل

امنيت شورا د انځور حقوق AFP
Image caption ۱۲۳ نومونه لا هم په تور لست کې پاتې دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د حکومت په غوښتنه د ۱۴ نورو پخوانیو طالب مشرانو نومونه له نړیوال تور لست څخه ایستلي دي.

په دوی کې د سولې د عالي شورا یو شمېر اوسني غړي هم شامل دي چې د ولسمشر کرزي له خوا تېر کال جوړه شوه.

د دغې شورا دنده دا ده چې د افغان حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ خبرو ته لار هواره کړي.

د امنیت شورا وايي له تور لست څخه د پخوانیو طالب چارواکو د نومونو ایستل له طالبانو سره په سیاسي خبرو اترو کې د افغان حکومت د ورګډېدو د هڅو د ملاتړ یوه پیاوړې نښه ده.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لوري د القاعدې او طالبانو د لستونو جلا کول بله هغه نښه ده چې نړېواله ټولنه او افغان حکومت غواړي په رېښتيني ډول له وسله والو مخالفينو سره خبرې وکړي.

افغان حکومت په لومړي سر کې غوښتنه کړې وه چې د پنځوسو پخوانیو طالب مشرانو نومونه دې له تور لست څخه و ایستل شي.

په ملګرو ملتو کې د افغانستان سفیر ډاکتر ظاهر طنین وايي پکار ده هغه کسان چې له وسله وال مخالفته لاس اخلي له دغه لست څخه وایستل شي.

له تور لسته په ایستل شویو کسانو کې د طالبانو د لوړو زدکړو پخوانی مرستیال وزیر ارسلا رحمانی، حبیب الله فوزي چې یو وخت په سعودي عربستان کې د طالبانو سفیر و او د طالبانو د ادارې یو بل پخوانی مرستیال وزیر، فقیر محمد خان چې اوس درې واړه د سولې د عالي شورا غړي دي شامل دي.

۱۲۳ نومونه لا هم په تور لست کې پاتې دي.

څو مياشتې وړاندې افغان حکومت د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د هغو ۵۰ طالب مشرانو نومونه ورکړل چې نومونه يې د امنيت شورا په تور لست کې وو.

د افغان حکومت د دغه ګام هدف له وسله والو طالبانو سره د پخلاینې د بهیر چټکېدل او پر حکومت د طالبانو اعتبار تر لاسه کول بلل شوي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په وار وار له وسله والو طالبانو غوښتي چې له جګړې لاس واخلي او د سولې په بهير کې ور ګډ شي.

له طالبانو سره د پخلاينې د دغه افغان بهير ملاتړ، د امريکا په ګډون نړېوالې ټولنې هم کړی دی.

ورته مطالب